یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+اوټاوا د کاناډا پلازمېنه

اوټاوا د کاناډا پلازمېنه

تاند- له نن څخه ۱۶۶ کاله پخوا د ۱۸۵۷ د دسمبر په ۳۱ مه نېټه د اونتاریو ایالت اوټاوا ښار د ملکې ویکتوریا له لوري د کاناډا پلازمېنه شوه.

اوټاوا اوس نه یوازې د کاناډا پلازمېنه ده بلکې د دغه ستر هیواد څلورم ستر ښار هم دی.

د شمالي امریکا په لویه وچه کې دا ښار د اوټاوا سین په غاړه جوړ شو ی دی.

دا ښار نه یوازې د کاناډا څلورم لوی ښار دی بلکې د نړۍ څلورم تر ټولو پاک ښار  هم ګڼل کېږي.

د هغې سروې له مخې چې د بیزنیس کاناډا له لوري شوې، اوټاوا د عوایدو، د موټرو د لرلو، د بې روزګارۍ د شرحې، هستوګنې، هوا او د ژوند د طریقې له نظره په کاناډا کې تر ټولو ښه ځای دی.

اوټاوا ښار په ۲۰۱۶ م کال د (MoneySense) مجلې له لوري په کاناډا کې د ژوند لپاره تر ټولو ښه ښار وبلل شو. دا په پنځو کلونو کې پر له پسې پنځم ځل و چې اوټاوا لومړی مقام ترلاسه کاوه. د دې مجلې پر اساس، د ژوند لوړ کیفیت، د مصرف کموالی، د عاید ډېروالی او ځینې نور عوامل سبب شوي چې دا ښار په کاناډا کې لومړی مقام خپل کړي.

همداراز بیزنیس مګزین مجلې هم په یوه نظرپوښتنه کې په ۲۰۰۹ کال کې اوټاوا په نړۍ کې څلورم او په شمالي امریکا (کاناډا او متحد ایالتونه) کې درېیم غوره ښار ونوماوه. په ۲۰۱۰ کې اوټاوا د اقتصاد، د ژوند د کیفیت، تعلیمي سیستم، روغتیا، هستوګنې او چاپېریال له پلوه د نړۍ په ۱۰ تر ټولو ښو ښارونو کې حساب شوه.

مخکې تر دې چې اوټاوا د کاناډا د پلازمېنې په توګه غوره شي، مونتریال او تورینتو هم په پام کې وو. مونتریال په فرانسوي ژبه سیمه کې و خو تورینو بیا په انګلیسي ژبه سیمه کې. دلته یو کلتوري جنجال و نو اوټاوا چې ترمنځ وه، د پلازمېنې په توګه غوره شوه. له بلې خوا دا ښار له امریکا نسبتاً لېرې و.

د اوټاوا په سلو کې ۶۰ وګړي په انګلیسي ژبه خبرې کوي، په سلو کې ۳۲ اعشاره ۶ فرانسوي ژبې دي.

د دې ښار ۶۹ اعشاریه ۱ سلنه اوسېدونکي اروپايان یا اروپايي الاصله دي، ۴ اعشاریه ۴ ځايي یا اصلي (سورپوستي) دي او په سلو کې ۲۶ اعشاریه ۳ اقلیتونه دي چې د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو کاناډا ته راغلي دي.

د اوټاوا په سلو کې ۲۳ اعشاریه ۶ وګړي مهاجر ګڼل کېږي.

په سلو کې ۶۹ سپین پوستي، ۶ اعشاریه ۶ توريوستي، څه باندې ۵ چینایان، جاپانیان او کوریایان، څلورنیم سلنه عربان، څه باندې څلور هندیان، پاکستانیان، نیپالیان او سریلانکایان دي.

په دې ښار کې د افغانانو شمېر لا هومره نه دی چې په فیصدۍ کې راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب