موږ اوس د تور سړک تر غاړو اباد یو، خو د پلار نیکه وطن مو تر دې ور پاس د تور غره په خړو لمنو کې د (زنګورې) په نوم کلی دی. له دې کلي سره په څو کیلومترۍ کې نه بل کلی شته نه کومه اباده.
زنګوره (اوسنۍ کنډوالې ) ډېرې نادرې او نادودې لري.
له دې کلي په څو کیلومترۍ کې ښي او چپ اړخ ته دوه سیمې دي، انځیري (انځري) یې بولي. ښی انځری د چپي په پرتله د کرنې ځمکې او کوم یو کور هم لري، چپ انځری چې بیا یو څه د غرونو، ناونو او تالو په منځ کې دی، د ښي انځري غوندې پکې د کرنې سیمې نشته. د غره له خېټې ښې اوبه ورته را وتې سراسر یو اندازه شینکی ځنګل دی، یو ډول ونې لري، موږ ورته (شوې) وایو. دا ونې یو څه له نورو ونو کمې پیداکېږي او جوړښت یې هم له عامو ونو یو څه بېل ښکاري.
چپ او ښی انځری دواړه د زنګورې کلي خلکو مربوط سیمې دي، خو ترې لرې هم دي او پنا هم. د چپ په پرتله بیا ښي انځري ته رفت امد شته، خو چپ انځری بیا له زنګورې یو څه لرې دی، ډېر پنا هم دی، په طبعي ډول د ( شوې ) په ونو اباد دی، اوبه یې هم ښې دي؛ مګر خلک ورته له ورتلو یو ډول مذهبي وېره لري، ان ماشومان هم ورته له څارویو ور وستلو منع کېږي. زه هم ورته په کوچنیوالي کې یو ځل ورغلی یم، له یو سره تر بله همدا ګرد پاڼې ونې (شوې) پکې ولاړې دي. دا ځای له حیرانتیا سره سره یو ډول وېروونکی ښکاري.
د شاهوخوا سپېرو غونډیو په منځ کې دا شینکی ځنګل رښتیا هم عجیبه غوندې دی. د ډېرې حیرانتیا خبره بیا داده چې په دې سپېرو غونډیو کې شاهوخوا هېڅ انسان نه لیدل کېږي. له ځنګل نه یواځې د مرغانو اوازونه را پورته کېږي.
آن ښکاريان هم هغې خواته نه ورځي. له ورتګ او لاسوهنې څخه د منع کېدو انګېرنه یې دا ده، چې له دې شینکي ځنګل څخه پخوانیو مشرانو قران کریم تاو کړی او که اوس ورته څوک نېږدې شي یا په ځنګل کې لاس وهنه وکړي، نو یا به شل او شوټ شي او یا به په کومه بله بلا واوړي. یعني قران یې وهي.
دا خبرې همداسې خوله په خوله له یو نسل څخه بل ته پاتې شوې دي، خو کوم ښکاره دلیل پرې نشته.
څه موده مخکې مې له پلار د چپ انځري پوښتنه وکړه، وېل اوس ترې ځینو خلکو په پټه یوه نیمه ونه وهلې/وهي.
زنګوره نورې ډېرې نادرې هم لري، وخت په وخت به پرې وغږېږو.
دې کیسو ته انګېرنې وایي، د فولکلور یوه برخه ده.
په ماښام کې جارو مه وهئ! بیا مو کور سپېره کېږي.
په مسافر پسې اوبه وشیندئ چې له مخې یې رڼا شي!
دې بوټي ته لاس مه ور وړﺉ، چې کور مو تباه کېږي!
دا هره جمله خپلې کیسې لري، خو مستندې نه دي.
دا او دې ته ورته نورې کیسې چې زموږ په فولکلور کې شاملې دي انګېرنې بلل کېږي. دې دود ته زموږ ټولنه له یو څه مذهبي اړخه ګوري؛ مګر دا خبرې نه له ساینس ثابتې شوې چې حقیقت دې ولري او نه هم له دیني اړخه. زموږ خرافات دي او پر ځان مو په خپله یوه تنګه را وستې. دا دودونه زموږ په ټولو سیمو کې شته.
ارواښاد احمدي صیب زموږ دې دود ته په زرو ناول کې له خپل داستاني مزاجه داسې اشاره کړې:
« د غزني د قره باغ او مقر تر مینځ یو غر دی، خلک یې د (شېر غر) بولي. ماشوم وم، له خپل پلار سره همدې غره ته په بوټو پسې لاړم، د سپيرو غرونو په مينځ کې همدا يوه غره ونې درلودې، ګڼې نه وې، د ترخو بادامو درې_ څلور سوه زړې ونې ولاړې وې.
پلار مې د غره ترخو او ګونګلانو ( يو غرنی بوټی دی) ته د کولنګ تېره څوکه ونيوله، له وار سره به بوټی له رېښو سره راوخوت.
له پلاره مې وپوښتل:
_دادا! ولې د بادامو ړنګې، وچې ونې نه وړو؟
پلار مې په بېړه راته وکتل، تندی يې تريو و، په خشکه يې وويل:
_توبه وباسه! بيا داسې چټياټ ونه وايې!
ما د بادامو ونو ته وکتل، تر ونو لاندې رالوېدلي، زاړه وچ ښاخونه پراته وو.
پلار مې وويل:
_ګناه لري؟
حيران شوم:
_څه ګناه، هسي ورستېږي، ښه ده چې تنور ورباندې بل کو.
پلار مې کولنګ کېښود، راغی، په جګو پښو راته کېناست، زما پر اوږو يې غبرګ لاسونه کېښودل، ورو يې وويل:
_ګوره کامرانه زويه! تر اوسه دريو کسانو دا لرګي خپلو کورونو ته وړي دي، خو ښه ورځ يې ونه ليده، د يوه غبرګې غواوې مړې شوې، د دويم په کور کې له درېيو پښتو ( نسلونو ) راهيسې جينکۍ زېږېدلې، درېيم ته هم خدای لويه رسوايي ور واړوله، لور يې له يوه اوښپه سره وتښتېده.
پلار مې ولاړ شو، کولنګ يې ور واخيست، ويې ويل:
_نو چا چې د ترخو بادامو دا لرګي وړي دي، ښه ورځ يې نه ده ليدلې.
ومې ويل:
_دا کسان پېژنې؟
پلارمې يوه بوټي ته کولنګ ور واچاوه، پرته له دې چې راته وګوري، ويې ويل:
_نه، دا پخوانۍ اوازې دي، په وړکتوب کې مې له خپل پلاره واورېدې!
_نو ولې؟ په دې ونو کې څه دې چې …
پلار مې په خبره کې راولوېد:
_اوس دا بوټي راپسې راټول که.
تر غرمې د خرې مضبوط بار برابر شو، د راتګ په وخت مې پلار لاره کږه کړه.
ومې ويل:
_کلی خو هاخوا دی.
پلار مې وخندل:
_راځه!
خره په سپېرو تېږو کې کښته روانه وه. ځای ځای به يې ټوډه ووهله، خو زما پلار قوي مټې درلودې، ټول عمر يې په نجارۍ کې تېر کړی و، بار يې لوېدو ته نه ورکاوه.
يو ځای يې خره ودروله، پلار مې تر مټ ونيولم، ارت غار ته ور ننوتو، په پراخ ځای کې له سپينې تيږې جوړه ښځه ناسته وه.
پلار مې غبرګ لاسونه لپه کړل، شونډې يې وخوځېدې، خو پوه نه شوم چې څه وايي، وروسته يې زما له اوږې سره خپله څنګله وجنګوله، ور ومې کتل، په اشاره يې پوه کړم چې دعا وکه!
وار له واره مې د روزيګل نوی بايسکل سترګو ته ودرېد.
ومې ويل:
_خدايه، روزيګل له بايسکله خلاص که.
روزي ګل زموږ همزولی و، مکتب ته به يوځای پلي سره تلو، خو وروسته يې پلار نوی بايسکل ورته واخيست، کله چې به تر موږ تېر شو، نو له روان بايسکله به يې پښه وغځوله، د بوټ پونده به يې د لارې مړو خاورو ته سيخه کړه، ټول ماشومان به پولي ته وختل.
پلار مې تر مټ ونيولم، ويې ويل:
_د ښځې تر مخ د جامو مينځلو تشت وينې؟
لاندې مې وکتل، سپينه ډبره د کاسې په څېر جوړه شوې وه.
پلار مې وويل:
_سلګونه کاله پخوا، همدې ښځې دلته جامې مينځلې، يودم کوپار ورباندې راغلل، ښځه په خپل عزت ووېرېده، خدای ته يې لاسونه لپه کړل، د نازولو بندګانو دعا ژر قبلېږي. ښځه په تېږه بدله شوه.
پلار مې پر اوږه سوک راکړ:
_اوس پوه شوې چې په دې غره کې د بادامو دا وچ لرګي ولې څوک نه شي وړلی! د خدای د دې نازولې له ښېرا څخه وېرېږي.
شاوخوا مې وکتل، پر يوه هواره تيږه، غوړ مات شيطان څراغ او څو خيرن زاړه بوتلونه پراته وو.
پلار مې وويل:
_دې ځای ته هندوان هم اخترام ( احترام ) لري، بس، يواځې، څو کاله مخکې لا دلته هندوان او سکان راتلل، ديګ به يې کاوه، وروسته به يې د شړشمو په تېلو څڼې غوړې کړې، دايره به يې جوړه کړه، تر شيطان څراغ به راګرځېدل.
سړی يو ناڅاپه نېغ کېناست، واسکټ او کميس يې په بېړه وايستل، کميس يې ټکواهه، وړه څرمښکۍ پر ځمکه ولوېده.
سړي وخندل:
_اه! له غونډله مې زړه چوي.
بېرته يې کميس واغوست، خو واسکټ يې تر سر لاندې کړ، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
_هغه مجسمه مې بيا ونه ليده، زموږ له سيمې ليرې وه، د پښو درې _څلور ساعته مزل يې غوښت، خو له کوچيانو به خبرېدم چې مجسمه په خپل ځای ولاړه ده، ان طالبانو د بودا مجسمه ړنګه کړه، خو د (شېر) د غره مجسمې ته يې څه ونه ويل، خو د کرزي د حکومت په پنځم، شپږم کال خبر شوم چې چا له بېخه اره کړې ده.»
زموږ په سیمو کې اوس هم د ماښام له اذان سره پېغلې اطاقونو ته منډه اخلي، چې برق ولګوي.
دوی په دې عقیده دي، چې که د ماښام له تیارې وروسته له اذان سره سم کور رڼا نه شي، نو په کور به د عمر لپاره تیارې راشي.
دا هغه انګېرنې دي، چې ثابتې شوې نه دي، خو زموږ ولس ورته له مذهبي وېرې سره ډېر احترام لري.
په دې انګېرنو کې بیا ځینې داسې کیسې وي، چې تقریبا زموږ له دین سره په ټکر کې وي.
د احمدي صیب پورته ذکر شوې کیسه ګۍ د زرو ناول یوه کوچنۍ برخه ده. هغه ارواښاد زموږ ناسمو دودونو ته په خپلو اثارو کې ډېر ځله ګوته نیولې.
پورته اشاره کېږي، چې چا دا ونې وړې دي بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلې. لور یې وتښتېده، څو نسله نجونې ورته وزېږېدې، غبرګې غواوې یې مړې شوې.
کامران ( د زرو ناول اصلي کرکټر) له پلار پوښتته کوي، چې دا کسان پېژنې؟ هغه وایي دا پخوانۍ اوازې دي، له پلار مې اورېدلي.
د انګېرنو هره کیسه بې ثباته پخوانۍ اوازه لري.
دا ټول مسایل موږ ته له بې علمۍ څخه پیدا کېږي.
یونان هم یو وخت د دغسې کیسو کور و، خو له علم وروسته تغیر شو.
زموږ لومړۍ بې علمي په دیني برخه کې ده، که په خپل دین ښه و پوهېږو، بیا په دغسې مسایلو خپلې مخې نه ډپ کوو.
له هغې وروسته د پېښو او مسایلو عقلي کول او مستند کول مو بیا له دې خرافاتو خلاصولی شي.
په پورته کیسه کې بل ځای اشاره کېږي، چې غار ته هندوانو هم احترام درلود. هندوان د ځان لپاره بوتان په خدایۍ نیسي، عبادت یې کوي، سر ورته ښکته کوي او دا لوبه یې زموږ په مسلمانانو هم وکړه.
ستاسې خواته کومه نادره شته، چې دغسې حیرانتیاوې لري؟