پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد بشري حقونو خپلواکو کارپوهانو د بلوڅانو پر ځپلو اندېښڼه وښوده

د بشري حقونو خپلواکو کارپوهانو د بلوڅانو پر ځپلو اندېښڼه وښوده

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۱۴ مه) د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې وویل، پاکستان باید د بشري حقونو بلوچ فعالان فوراً خوشې کړي او د سوله‌ییزو مظاهره‌چیانو پر ضد خپل ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي.

کاروپوهانو ویلي چې دوی د تېرو میاشتو په لړ کې د بلوڅ فعالانو د نیونو او جبري تري تم کېدو راپورونه له ژورې اندېښنې سره یوځای څاري، او د وروستیو ورځو تاوتریخجنو پېښو د دوی اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

کارپوهانو د پاکستاني پولیسو له خوا د بلوچانو د پیوستون کمېټې پر ضد د اقداماتو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دا کمېټه د اقلیت بلوڅ ټولنې د حقونو دفاع کوي.

دا اقدامات وروسته له هغه شدید شول چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۱مه د بلوڅ بېلتون‌پالو له خوا پر یوه مسافر وړونکي ریلګاډي برید وشو. تر دې برید وروسته، د بلوڅانو د پیوستون کمېټې د بشري حقونو څو نامتو فعالان د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې له خوا نیول شوي یا جبري ورک شوي دي.

د ۲۰۲۵ د مارچ په ۲۱مه، د کوټې پولیسو د بلوچستان پوهنتون مخې ته د بلوچود پیوستون کمېټې پر هغه سوله‌ییز لاریون برید وکړ، چې د نیول شوو او جبري ورک شوو فعالانو د خوشې کولو غوښتنه یې کوله. راپورونه وایي چې درې کسان په دې پېښه کې په ډزو ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...