تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۱۴مه】د طالبانو حکومت وايي د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې پراخېده به پر افغانستان او سیمې مستقیم منفي اغېز وکړي.
د د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت الله ځلاند په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د متوازن سیاست په رڼا کې له پاکستان او هند دواړو سره تعامل لري.
د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې له هغې وروسته ترینګلې شوې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې ترهګریز برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول او ۲۰ نور ټپيان شول.
د هند حکومت د دې برید مسوول پاکستان بولي او وايي چې له پولې پورې غاړه د پاکستان پر خاوره پلان شوی و.
پاکستان د هند ادعا ردوي.
د طالبانو د حکومت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس ولي الله شاهین په یاده غونډه کې ویلي، چې پاکستان او هند دوه اتومي قوتونه دي او باید جګړې ته سره لاړ نه شي.
دا اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي، چې تازه پاکستان، افغانستان ته د هند د وارداتي توکو د لېږد لاریو مخه نیولې ده.
پاکستاني رسنۍ د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په حواله راپور کې ویلي، چې پاکستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې کوم چې، هندي وارداتي توکي لیږدوي او افغانستان ته ننوځي.
د هند وارد شوي توکي پخوا د ټرانزیټ تړون پر بنسټ د واګه بندر او تورخم او چمن له لارې افغانستان ته داخلېدل.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي ډان ورځپاڼې ته ویلي،چې پاکستان دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې هند د واګه بندر له لارې د افغانستان صادراتي توکو بار لاریو ته د تېرېدو اجازه ورنه کړه.