Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان، افغانستان ته د هندي توکو د واردېدو مخه نیولې

پاکستان، افغانستان ته د هندي توکو د واردېدو مخه نیولې

تاند【یکشنبه د ثور ـ غویي ۱۴مه】پاکستاني رسنۍ د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په حواله راپور کې ویلي، چې پاکستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې کوم چې، هندي وارداتي توکي لیږدوي او افغانستان ته ننوځي.

د هند وارد شوي توکي پخوا د ټرانزیټ تړون پر بنسټ د واګه بندر او تورخم او چمن له لارې افغانستان ته داخلېدل.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي ډان ورځپاڼې ته ویلي،چې پاکستان دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې هند د واګه بندر له لارې د افغانستان صادراتي توکو بار لاریو ته د تېرېدو اجازه ورنه کړه.

د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو لامل د همد تر ولکې لاندې کشمیر کې د ۲۶ هندي سیلانیانو وژل کېدل دي، چې هند یې مسوولیت پر پاکستان اچوي.

دواړه لورو پر یو بل سخت محدودیتونه وضع کړي، آن پر یو بل د برید تر ګواښه هم رسېدلي دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، هند تازه د پهلګام برید وروسته له پاکستان څخه پر هر ډول مستقیمو او غیر مستقیمو وارداتو بندیز اعلان کړی دی.

د راپور له مخې د هند د سوداګرۍ وزارت دا پرېکړه د ملي امنیت د خوندیتوب په دلیل کړې او ویلي یې دي، چې بندیز به تر راتلونکو پرېکړو پورې نافذ وي.

په ورته وخت کې د هند د بهرنۍ سوداګرۍ ادارې هم ویلي، هر ډول استثنا به یوازې د حکومت په ځانګړې منظورۍ ممکنه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...