پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهافغان ډاکترانو له ترکمنستانه وغوښتل چې افغانستان ته درمل او طبي وسایل...

افغان ډاکترانو له ترکمنستانه وغوښتل چې افغانستان ته درمل او طبي وسایل صادر کړي

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۱۴ مه) د ترکمنستان چارواکو په عشق اباد کې د افغان ډاکټرانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې دغه هېواد چمتو دی افغانستان ته درمل او طبي وسایل صادر کړي.

د ترکمنستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د دې هېواد د روغتیا وزارت استازو له افغان پلاوي سره د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې دوی افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو د صادروولو او د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره چمتو دي.

هغه افغان استازي چې له هرات ولایت څخه عشق‌آباد ته تللي وو، په دې ناسته کې د ترکمنستان د معیاري او مناسبو درملو غوښتنه وکړه، څو د افغانستان د ناروغانو بېړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.

ترکمن لوری د خپل هېواد د درمل جوړونکو شرکتونو او طبي وسایلو د تولید وړتیاوې معرفي کړې، او ویې ویل چې دوی چمتو دي صادرات پیل او لا پیاوړي کړي.

تېره اوونۍ، د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر «نورجلال جلالي» او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست «علیرضا بیکدلي» له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو پر وضعیت خبرې کړې وې.

د طالبانو د روغتیا وزارت هم ویلي چې په دې لیدنه کې د سرطان د درملنې په برخه کې د طبي پرسونل د زیاتوالي، د طبي تجهیزاتو د برابرولو، او د کابل په افشار سیمه او بامیان ولایت کې د روغتون جوړولو په اړه بحثونه شوي دي.

دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې د افغانستان روغتیايي نظام له پراخو ستونزو سره مخامخ دی، چې پکې د امکاناتو کمښت، د طبي کارکوونکو په روزنه کې ضعف، او د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي محدودیتونه شامل دي.

کتونکي وايي، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو ناوړه پایلې به په راتلونکو کلونو کې لا ډېرې محسوسې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...