جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ولې د نارینه‌وو عمر تر ښځو کم دی؟

ولې د نارینه‌وو عمر تر ښځو کم دی؟

تاند (یکشنبه، د فويي/ ثور ۱۴ مه) د څېړنو له مخې، ښځې په اوسط ډول تر نارینه‌وو ډېر عمر کوي. خو د دې معنا دا نه ده چې ښځې د زړښت دوره له روغتیايي نظره سالمه تېروي.

د فرانسې د ملي احصایې او اقتصادي مطالعاتو انستیتیوت (Insee) د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې، د فرانسوي نارینه‌وو د ژوند د اوسط تمه ۷۹ کاله وه، په داسې حال کې چې د ښځو د عمر اوسط ۸۵ کاله ته رسېږي. دا د پام وړ توپیر په ډېرو هېوادونو کې لیدل کېږي.

 د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، څو فکتورونه دا تفاوت تشریح کولی شي.

د ټولنیزو عواملو او د ژوند سبک رول

د دې راپور له مخې، د ژوند د اوږدوالي د دې توپیر یوه برخه اپي‌جنیټیکي عواملو ته ورګرځي، یعنې هغه فکتورونه چې د چاپېریال او ټولنې د اغېز له امله رامنځته کېږي.

فرانسوی تاریخپوه لوسیل پیتاوین، په خپل کتاب “د نارینه‌توب لګښت” ( کې، چې په ۲۰۲۱ کې چاپ شو، لیکي، ځینې چلندونه چې په ټولنه کې د نارینه‌وو ځانګړتیا بلل کېږي، د نارینه‌وو د وختي مړینې خطر زیاتولی شي.

مثلاً، نارینه په اوسط ډول تر ښځو ډېر الکول څښي او ترافیکي قوانینو ته لږ پام کوي.

سربېره پر دې، نارینه اکثره وخت خطرناکې دندې لري. همداراز، په جګړو کې اکثره وخت نارینه د لومړۍ کرښې برخه وي.

احصایې ښيي چې د کووېډ-۱۹ د وبا پر مهال هم د مړینو شمېر په نارینه‌وو کې تر ښځو ډېر و. ځینې څېړونکي باور لري چې دا به د دې له امله وي، چې نارینه د ویروس د اخته کېدو له خطر سره ډېر مخامخ کېدل.

د ژوند تمه او د روغتیا وضعیت

سره له دې، یوازې د عمر اوږدوالی د نارینه‌وو او ښځو د روغتیا د وضعیت د مقایسې لپاره کافي معیار نه دی.

د جنوبي کلیفورنیا پوهنتون د لیونارد دیویس د زړښت پوهنې انسټیټیوټ استاد برنیک بنایون، وايي:

«ښځې که څه هم تر نارینه‌وو ډېر عمر کوي، خو ډېر کلونه په ناروغیو کې تېروي.»

ځینې ناروغۍ، لکه د زړه ناروغۍ او الزایمر، د شنډتوب (وچوالی) یا (مینوپوز) وروسته پر ښځو ډېر اغېز لري.

جنیتیکي څېړنې

په ۲۰۱۸ کال کې یوې څېړنې وښوده چې هغه موږکان، چې دوه X کروموزومونه او زیلانځ (تخمدان) یې درلود، د هغو موږکانو په پرتله چې یو X او یو Y کروموزوم یې درلود، ډېر ژوندی پاتې شول.

خو ساینسپوهان وایي، چې دا پایلې لا تر اوسه د انسانانو لپاره نه دي تائید شوي.

د جنسي کروموزومونو رول

په ډېری تیوالو (پستاندارانو) کې، چې انسان هم پکې شامل دی، جنسیت د کروموزومي ترکیب له مخې ټاکل کېږي.

ښځې دوه X کروموزومونه لري، په داسې حال کې چې نارینه یو X او یو Y کروموزوم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب