جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، پاکستان په ۱۸ میاشتو کې تر...

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، پاکستان په ۱۸ میاشتو کې تر یو میلیون ډېر افغانان ایستلي

تاند (شنبه، د ثور/ غويي ۱۳ مه) د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان مهاجر له پاکستانه ایستل شوي دي. د دغو کسانو ستنېدا د هغوی او همداراز د افغانستان د روغتیايي خدماتو لپاره شرایط سخته کړي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې ویلي چې یوازې په تېره میلادي میاشت (اپرېل) کې، ۱۴۵ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

دغه نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې هغه کډوال چې افغانستان ته ایستل کېږي، د استوګنې په کمپونو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي؛ داسې چې په ځینو مواردو کې، څلور کورنۍ په یوه خیمه کې ژوند کوي.

یادې کمېټې همداراز ویلي چې هره ورځ له څلورو تر شپږو زرو پورې پناه‌غوښتونکي افغانستان ته داخلېږي، او دا بېرته ستنیدنه پر موجودو روغتیايي او غذایي منابعو ډېر فشار راوړي.

سره صلیب ویلي، د بېرته راستنېدونکو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې ۲۵ میلیونه سویسي فرانکه (له ۳۰ میلیونو ډالرو څخه زیات) مرسته غوښتې ده. دې وضعیت په افغانستان کې یوه جدي بشري کړکېچ ته زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم تیره میاشت ویلي و چې له پاکستانه راستنو شوو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو برابرول نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب