تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۳ مه) په بشري چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال د افغانستان له شپږ ورځني سفر وروسته ویلي چې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره، د لارې یوه روښانه او عملي نقشه او پروسه پکار ده.
تام فلیچر، وویل: «تر هغه چې یو مشخص بهیر نه وي تعریف شوی، د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو عادي کېدا ناممکنه ده.»
هغه زیاته کړه: «د دې لارې پر سر د پرتو خنډونو صادقانه حل، د هر ډول پرمختګ لپاره اساسي شرط دی.»
فلیچر وویل: «له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره، د لارې یوه روښانه نقشه او تعریف شوی بهیر ضروري دی. خو هممهاله باید د دې لارې له خنډونو سره صادقانه چلند وشي او حللار ورته وموندل شي، ځکه ستونزې دواړو خواوو ته شته.»
نوموړي همداراز خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مرستو دوامداره کمېدا، په ځانګړي ډول د امریکا له لوري، کولای شي د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.
هغه د ښځو موضوع ته په اشارې وویل: «د بشري مرستو وړاندې کول پرته له دې چې ښځې پکې فعاله ونډه ولري، اغېزمن نه دي. د دوی له پروسې لرې کول د مرستو پر مؤثریت منفي اغېز کوي.»
فلیچر ټینګار وکړ: «موږ د یوه بشردوست بنسټ په توګه د بېطرفۍ او خپلواکۍ اصولو ته ژمن یوو. له همدې امله، له هر لوري سره، په هر ځای کې خبرې کوو ترڅو مرستې ونه درېږي.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټېفن دوجاریک مخکې په یوه بیان کې ویلي و چې فلیچر د خپل سفر په ترڅ کې له بېلابېلو بنسټونو سره لیدلي، چې پکې د ښځو په مشرۍ ډلې او غیر دولتي سازمانونه هم شامل دي.
دا سفر چې د اپرېل په ۲۷مه پیل شوی و، په لړ کې یې فلیچر کابل، کندهار او کندوز ته لاړ، او هدف یې د افغانستان د بشري وضعیت میداني ارزونه ښودل شوې ده.