جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان تېر کال د ۶۴۳ ملیونو ډالرو په ارزښت میوه صادره کړې

افغانستان تېر کال د ۶۴۳ ملیونو ډالرو په ارزښت میوه صادره کړې

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳مه】د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په تېر لمریز کال کې له افغانستانه د ۶۴۳ ملیونو ډالرو په ارزښت وچې او تازه مېوې صادرې شوې دي.

د یاد معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد ۴۶۶ زره ټنه وچه او تازه مېوه پاکستان، هند، ازبکستان، عربي اماراتو او ترکیې ته صادره شوې ده.

د احصائیې له مخې، د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په وروستۍ ربع کې د افغانستان تر ټولو زیات صادرات هند ته شوي، چې ارزښت یې ۱۶۰.۵ ملیونه ډالرو ته رسېږي.

له دې وړاندې د طالبانو سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې د افغانستان او هند ترمنځ د تېر کال د سوداګرۍ ارزښت ۸۹۰ ملیونو ډالرو ته رسېدلی، چې له دې ډلې ۶۲۷ ملیونه ډالره صادرات او ۲۶۳ ملیونه ډالره واردات دي.

بل خوا افغان سوداګر اوس هم د هېواد د وچو او تازه مېوو د رسېدو پر مهال شکایت کوي، چې پاکستان په بېلابېلو بهانو ستونزې ایجادوي، چې لوی مالي زیانونه ور اړوي.

تازه د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پېښې وروسته د اړیکو ترینګلتیا له امله د واګه بندر تړلی، خو پاکستان تېره اوونۍ د افغانستان ۱۵۰ بار لاریو ته اجازه ورکړه، څو هند ته واوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب