جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتر ننګرهار وروسته، په بلخ کې د لمریز برښناکوټ جوړېږي

تر ننګرهار وروسته، په بلخ کې د لمریز برښناکوټ جوړېږي

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳مه】‏د افغانستان برېښنا شرکت او بلخ سیمه ییزې ادارې مسئوولانو د یاد ولایت په هدادي ولسوالۍ کې د ۲۸ ملیونه ډالرو په لګښت د لمریز برېښنا کوټ د جوړولو پرانېسته وکړه.

د طالبانو د برښنا شرکت ویلي، د دې دستګاه په جوړېدو به د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره ۴۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا تولید او وړاندې شي.

د یاد شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، تېرو شپږو لسیزو کې افغانستان یوازې د ۲۵۰ مېګاواټه لمریزې برښنا د تولید ظرفیت درلود، خو اوس ټول هېواد کې د ۹۰۰مېګاواټه برېښنا تولید پروژې تر کار لاندې دي.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ په ننګرهار کې د شيخ مصري ۴۰ مېګاواټه لمريزې برېښنا توليدي دستګاه جوړولو پروژې چارې پیل شوې.

دغه پروژه کې اته مليونه امريکايي ډالر برښنا شرکت ورکوي او ۲۰ مليونه زولرستان او د ترکيې ۷۷ شرکتونه پانګونه کوي.

دا پروژه به د ۱۶ مياشتو په موده کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب