چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+د زهرې لپاره د شوروي اتحاد د مهال ستوربیړۍ به پر مځکه...

د زهرې لپاره د شوروي اتحاد د مهال ستوربیړۍ به پر مځکه راپرېوزي

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۳ مه) پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۷۲ کال کې یوه فضایي بېړۍ یا ستوربیړۍ، چې کوسموس ۴۸۲ نومېده، فضا ته ولیږله.

کوسمسوس (Kosmos 482)، چې د زهرې پر مخ د کښته کېدو لپاره جوړه شوې وه، تمه ده چې د ۲۰۲۵ د مې میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې به بېرته بې‌کنتټروله ځمکې ته راولوېږي.

د فضا د کثافاتو د تعقیب کارپوهان وايي، لا وختي ده چې دقیق ووايي دا نیم ټنه فلزي جسم به چېرته ولوېږي او څومره برخه به یې د ځمکې فضا ته د ننوتو پر مهال وژغورل شي.

هالنډی ساینس‌پوه مارکو لانګبروک (Marco Langbroek)، وړاندوینه کوي چې دا ناکامه فضایي بېړۍ به د روانې مې په ۱۰مه نېټه د مځکې فضا ته راټیټه شي. نوموړی اټکل کوي چې که دا جسم سالم پاتې شي، نو په ساعت کې په شاوخوا ۲۴۲ کیلومتره سرعت به ولوېږي.

لانګبروک وايي:

«که څه هم دا بې خطره نه ده، خو باید ډېر اندېښمن هم ونه اوسو. دا جسم نسبتاً کوچنی دی، او که ټوټې – ټوټې هم نه شي، خطر یې د هغو اسماني ډبرو په شان دی چې هر کال ځمکې ته رالوېږي. په ژوند کې د تندر د راپرېوتو احتمال تر دې ډېر دی.»

نوموړي زیاته کړه چې که څه هم دا ستور بېړۍ له کوم چا یا شي سره د ټکر احتمال لري، خو دا احتمال ډېر کم دی ــ البته بشپړ ردېدای هم نه شي.

د شوروي اتحاد د زهرې ماموریتونه څه وو؟

شوروي اتحاد په ۱۹۷۲ کې کوسموس ۴۸۲ فضایي بېړۍ فضا ته ولیږله، چې د زهرې لپاره د یو لړ ماموریتونو برخه وه.
خو دا هیڅکله د ځمکې له مدار څخه ونه وتلی شوه، ځکه په راکټ کې یوه تخنیکي ستونزه پېښه شوه.

د دې بېړۍ ډېره برخه په لس کلونو کې بېرته ځمکې ته ولوېده.
خو لانګبروک او نور باور لري چې د دې بېړۍ د ناستې (landing) کپسول ــ چې یو متر قطر لري او کروي جسم دی ــ په تېرو ۵۳ کلونو کې د ځمکې شاوخوا په یو ډېر اوږد بیضوي مدار کې څرخي، او ورو ورو یې ارتفاع کمېږي.

دا ستوربیړۍ، چې نژدې ۵۰۰ کیلوګرامه وزن لري، ښايي له فضا تېره شي او ځمکې ته راورسیږي.

لانګبروک، چې له ډېلفت تخنیکي پوهنتون سره تړاو لري، وایي دا کیپسول اصلاً د زهرې له کاربن‌ډای‌اکسایډ ډکې فضا د زغملو لپاره جوړ شوی و.

کارپوهان باور لري چې د دې چترۍ سیستم به دومره زوړ شوی وي چې کار ونه کړي.
همداراز، د ګرمۍ ضد محافظتي پوښ هم ښايي د دومره اوږدې مودې له امله خراب شوی وي.

جاناتن مک‌ډویل، چې د هارورډ-سمیټسونیان د فلکیاتو په مرکز کې کار کوي، وایي دا به غوره وي چې د تودوخې ضد پوښ له کاره ولوېږي.

خو که دا پوښ یې وساتل شي، “نو دا جسم به سالم بېرته راښکته شي، او نیم ټنه فلز به له اسمانه ولوېږي.”

تمه ده چې دا جسم د شمال او جنوب د ۵۱.۷ درجې تر منځ یو ځای راولوېږي ــ یعنې له لندن او د کاناډا له ایډمېنټن ښارونو تر کیپ‌هورن (Cape Horn) پورې.

خو لانګبروک وایي، له دې امله چې ډېره برخه د ځمکې له اوبو پوښلې ده،

«ډېر امکان شته چې دا جسم په کوم سمندر کې ولوېږي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...