جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهګوترېش: د خلکو آزادي د مطبوعاتو آزادۍ پورې تړلې

ګوترېش: د خلکو آزادي د مطبوعاتو آزادۍ پورې تړلې

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳مه】‏د می ۳یمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ، چې هر کال د رسنیو د آزادۍ ارزولو، دفاع او هغو خبریالانو ته د درناوي په موخه نمانځل کېږي چې په دې لاره کې یې ژوند بایللی وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه پیغام کې ویلي، چې د خلکو آزادي د مطبوعاتو په آزادۍ پورې تړلې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې خبریالان باید له وېرې او تبعیض پرته د خبریالۍ فعالیتونه وکړي.

ګوترېش داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د راپورونو له مخې د طالبانو په حاکمیت کې افغان خبریالان او رسنۍ له ګواښونو سره مخ دي.

ګوتریش زیاته کړې چې ژورنالېزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کېږي او خبریالان یې د بریدونو، نیول کېدو، سانسور، تاوتریخوالي او د مرګ له ګواښ سره مخ بللي دي.

بل لورته د بې پولې خبریالانو سازمان د وروستي راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د بیان آزادۍ په درجه بندۍ کې ۱۷۵م ځای خپل کړی، چې تر ټولو ګواښمن حالت څرګندوي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره افغان خبریالان بې دندو، کډوال او رسنۍ د مالي او بشري ځواک د کمښت له امله د سقوط له ګواښ سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د وروستي راپور پر بنسټ، طالبانو د هېواد په نږدې ۲۰ ولایتونو کې خبریالان او رسنۍ د ساکښو موجوداتو له انځور اخیستلو او نشرولو منع کړي، چې دا ګام د بیان آزادۍ پر وړاندې ستر خنډ یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب