جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپاکستان له هند سره د کړکېچ په حل کې له خلیج هېوادونو...

پاکستان له هند سره د کړکېچ په حل کې له خلیج هېوادونو مرسته غوښتې

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳】پاکستان د هند په کشمير کې د وروستۍ پېښې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په حل کې د خليج له هېوادونو مرسته غوښتې ده.

د اسوشيټېډ پرېس خبرې آژانس د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ياده غوښتنه پرون جمعه د غویي په ۱۲مه د خليج د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې کړې ده.

شريف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپرېل د ۲۲مې نېټې د بريد په تړاو د پاکستان د دریځ په اړه معلومات هم ورکړي دي.

دا په داسې مهال ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پاکستان له لومړي وزير سره په ټليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د رامنځته شوي کړکېچ په سوله‌ييز ډوله حل غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې بل لورته بیا په امریکا کې د پاکستان سفیر ویلي، که د هند و پاکستان ترمنځ کړکیچ زیات شي نو ښایي اټومي تقابل رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب