جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهسره صلیب له راستنو شوو کډوالو سره د مرستې په پار کمپاین...

سره صلیب له راستنو شوو کډوالو سره د مرستې په پار کمپاین پیل کړ

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳مه】د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د راستنېدونکو افغانانو د ناورین د سختېدو له امله د بېړنیو مرستو د غوښتنې لړۍ پیل کړې ده.

دغه فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، غواړي ۲۵ ملیونه سویسي فرانک راټول او راتلونکو دوو کلونو کې له راستنېدونکو کډوالو سره د مسلکي زده کړو او کاري زمینو رامنځته کولو په برخو کې مرستې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، هر ورځ له ۴ تر ۶ زرو کسان هېواد ته راستنیږي،چې د افغانستان پر “نازک روغتیايي سیسټم”، بنسټیزو خدمتونو او د خوړو پر زېرمو یې پراخ اغېز کړی دی.

دا کمپاین داسې مهال پیلېږي، چې بل لورته جاپان هم له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

جاپان افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب