دوشنبه, جون 16, 2025
Home+په اوونۍ کې یوه هګۍ مو د زړه په ناروغۍ له مړینې...

په اوونۍ کې یوه هګۍ مو د زړه په ناروغۍ له مړینې ژغوري

تاند – هغه کسان چې په اوونۍ کې تر شپږو هګیو پورې خوري، د زړه د ناروغیو له امله د مړینې خطر یې ۲۹ سلنه کم ښودل شوی.

هګۍ خوړل او د زړه روغتیا

د یوې نوې څېړنې له مخې، چې پایلې یې په “نویټرینټس” ژورنال کې خپرې شوي، په منظم ډول د هګیو خوړل د زړو خلکو لپاره د زړه د ناروغیو له امله د مړینې خطر کمولی شي.

د اسټرالیا د موناش پوهنتون څېړونکو په ۸،۷۰۰ کسانو، چې ۷۰ کلن یا تر هغه مشران وو، څېړنه وکړه.

هغو کسانو چې په اوونۍ کې یې له یوې تر شپږو هګیو پورې خوړلې، د هغو کسانو پرتله چې یوازې دوه ځلې یا کمې هګۍ خوړلې، د ټولو ناروغیو له امله د مړینې خطر یې ۱۵ سلنه کم و.

همداراز، د زړه د ناروغیو له امله د مړینې خطر یې ۲۹ سلنه کم ښودل شوی.

د موناش پوهنتون د اپیډیمیولوژۍ او وقایوي طب استادې هولي وایلد وویل:

«زموږ څېړنه ښيي چې په اوونۍ کې تر شپږو هګیو خوړل، د زړو خلکو لپاره د ټولو ناروغیو او د زړه د ناروغیو له امله د مړینې خطر کمولی شي.»

هغې زیاته کړه چې دا موندنې کېدای شي د زړو خلکو لپاره د غذایي سپارښتنو له برابرولو سره مرسته وکړي.

د هګیو ګټې

هګۍ د پروټین او مهمو مغذي موادو، لکه B ویټامینونو، فولېټ، غیر مشبوع شحمو، ویټامینونو (E، D، A، او K)، کولین، او بېلابېلو مینرالونو یوه مهمه سرچینه ده.

خو، د هګیو خوړل له ډېر وخت راهیسې د لوړ کولیسټرول لرونکو خلکو لپاره ښه نه بلل شوي دي، ځکه چې لوړ کولیسټرول کولی شي د وینې رګونه بند کړي، چې د زړه د حملې یا فلج خطر زیاتوي.

د لوړ کولیسټرول لرونکو خلکو څېړنه

څېړونکې ډلې پر هغو کسانو هم څېړنه وکړه چې د “ډایسلیپیډیمیا” یا لوړ کولیسټرول تشخیص یې رسماً شوی و.

وایلد وویل:
«موږ وموندله، هغه کسان چې لوړ کولیسټرول لري، خو په اوونۍ کې هګۍ خوري، د زړه د ناروغیو له امله د مړینې خطر یې ۲۷ سلنه کم دی، د هغو کسانو پرتله چې هګۍ ډېر کم یا هېڅ نه خوري.»

دې پایلې وښوده چې په دې څېړنه کې، د لوړ کولیسټرول شتون د هګیو خوړلو خطر نه زیاتوي.

د هګیو د خوړلو سپارښتنې

په اروپا کې د غذایي سپارښتنو معیارونه له یوه هېواده بل ته فرق کوي، خو د امریکا د زړه د ټولنې د ۲۰۲۰ کال څېړنې ښودلې چې روغ خلک په اوونۍ کې اووه هګۍ خوندي، یعني بې له دې چې ضرر ورته ورسوي، خوړلی شي.

هګۍ څنګه په اوبو کې واېشوو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د تاریخ پوهاوی‎ | ذبیح الله شفق

دا کتاب د هند د وچي نامتو لیکوال او تاریخ پوه ډاکټر مبارک علي لیکلی چي د ښاغلي میر احمد په همت پښتو ته...