Homeخبرونهد کابل ـ کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۱۷ تنه...

د کابل ـ کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۱۷ تنه مړه او ژوبل شول

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳مه】‏د کابل – کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ لوړۍ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

په یاد ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي، پېښه تېر ماښام د یو فلډر او لوکسل ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د ۳ ماشومانو او ۲ مېرمنو په ګډون ۷ تنو ژوند بایللی او د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

سرچینې ویلي چې، ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي، چې روغتیایي کارکوونکو د ځینو ټپيانو حالت نازک ښودلی.

دا په تېرو څو میاشتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار څویمه خونړۍ ترافیکي پېښه ده، چې له کبله یې لسګونه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...