جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهجاپان افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی

جاپان افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی

تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳مه】افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا کابل کې د خوارځواکۍ له یو مرکز څخه د لیدنې پر مهال له افغاستانه د ملاتړ د دوام خبر ورکړی دی.

کورومیا ویلي، هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او د افغانستان خلکو سره به خپلو مرستو ته دوام وکړي.

په ورته وخت کې د خوړو نړېوال پروګرام ویلي، چې جاپان دې وروستیو کې له یاد بنسټ سره ۷ملیونه ډالره مرسته کړې، چې دوی په دې مرستو ۳۰ زره کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې، د ښوونځیو ۳۰ زره زده کوونکو او په خوارځواکۍ اخته ۶۰ زره مېرمنو او ماشومانو درملنه کړې ده.

جاپان تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د خپلو مرستو ډاډ ورکړی او وخت نا وخت یې د نړېوالو بنسټونو له لارې افغانستان سره مرستې جاري ساتلې دي.

جاپان داسې مهال د مرستو د دوام ډاډ ورکوي، چې د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د بېوزلي کچه زیاتېږي او له امله یې په مېرمنو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه هم په لوړېدو ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب