تاند【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳مه】په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي، که د پاکستان او هند تاوتریخوالی زیاتېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به اټومي تقابل رامنځته شي.
سعید سیمه د اټومي خطر نقطه بللې او له ډونالډ ټرمپ یې یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې د کشمیر موضوع حل او مداخله پکې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هند او پاکستان ترمنځ په شخړو کې له دې وړاندې هم نړیوالې ټولنې مداخله کړې او دا یې بیا ښه فرصت ګڼلی دی.
هند او پاکستان د کشمیر د پهلګام پېښې وروسته پر یو بل د پوځي اقدام او د اټومي وسلو کارولو خبرداري ورکوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس تېره ورځ له شهباز شریف غوښتي، چې د هند پېښه وغندي او په سیمه کې د کړکېچ کمولو لپاره هند سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
د هند او پاکستان ترمنځ لا هم د درېیمګړي مداخله نه ده شوې، خو د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې په ناسمو پرېکړو سره د سیمې ثبات ونه ګواښي.
که څه هم د پهلګام په پېښه کې امریکا پاکستان نه دی ملامت کړی، خو له هند او د دغه هېواد له دریځ یې ملاتړ اعلان کړی دی.
بل لورته پاکستان د خلیج له هېوادونو غواړي چې په هندي کشمېر کې د وروستي برید پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په اوارۍ کې مرسته وکړي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا غوښتنه پرون جمعه د خلیج د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې وکړه.
د راپور له مخې شهباز شریف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپرېل د ۲۲مې نېټې د برید په اړه د پاکستان د دریځ په اړه معلومات ورکړل.
د هند او پاکستان کړکېچ د پهلګام وروسته زیات شو، چې ۲۶ هندي سیلانیان په یوه وسله وال برید کې ووژل شول.