جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+هګۍ څنګه په اوبو کې واېشوو؟

هګۍ څنګه په اوبو کې واېشوو؟

تاند- په اوبو کې د هګیو اېشول ډېر اسانه کار دی او هر څوک یې کولی شی، خو له اېشولو وروسته ډېر کسان د هګۍ له پوستولو سره ستونزه لري.

د دې لپاره چې هګۍ ښه او اسانه پوست کړای شو، ښه دا ده چې هګۍ په سړو اوبو کې وانه چوو، بلکې اول اوبه وایشوو او بیا هګۍ ورواچوو. له څه شیبې وروسته یې راوباسئ او په سړو اوبو کې یې کښېږدئ چې سړه شي. دا کار د هګۍ له داسي پوستولو سره مرسته کوي چې ضایعات ونه لري او سلامته له پوستکي راووځي.

که هغو اوبو ته چې هګۍ پکې اېشوئ، یوه کاچوغه سپینه سرکه (بې رنګه سرکه) او لږ څه مالګه واچوئ، کار به مو لا ډېر اسانه کړي.

البته تازه هګۍ یعني هغه هګۍ چې چرګې تازه اچولې وي، عموماً له پوستکي سره نښلي خو هغه هګۍ چې ۱۰ – ۱۵ ورځې پرې تېرې وي، له پوستکي سره ډېره نه نښلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب