جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد پولنډ پوله ساتو د یوه افغان په ګډون ۴ بهرني کډوال...

د پولنډ پوله ساتو د یوه افغان په ګډون ۴ بهرني کډوال ونیول

تاند (پنجشنبه،د میزان ۵ مه) د پولنډ د پوله ساتو ادارې ویلي، ځواکونو یې یوه بلاروسۍ ښځه نیولې چې هڅه یې کوله درې ایرانیان او یو افغان په غیرقانوني ډ‌ول په خپل موټر کې لیتوانیا ته په قاچاقي ډول یوسي.

پولنډي پوله ساتو هغه موټر ودراوه چې د پولنډ د پلازمېنې وارسا نمبر پلېټ یې درلود او له لیتوانیا څخه د پولنډ خاورې ته ننوتی و.

پولنډي پوله ساتو ویلي، په موټر کې سپرو بهرنیانو داسې اسناد نه درلودل چې دوی ته اجازه ورکړي چې په قانوني ډول پولینډ ته ننوځي.

د دغو کسانو څو تنه د موټر پر سیټونو ناست وو خو ځینې په شاتنۍ برخه کې پټ وو. پولنډي چارواکو دغه څلور کډوال لیتوانیا ته وسپارل او په قضیه کې یې د شواهدو په توګه موټر ضبط کړ.

د بیلاروس ښځه، چې هویت یې نه دی افشا شوی، خوشې شوې او هغې ته امر شوی چې بیلاروس ته ستنه شي. خو هغه د لسو کلونو لپاره د اروپا له ویزې پرته د شینګن زون ته له ننوتلو منع شوې ده.

اروپایي اتحادیې د بیلاروس استبدادي مشر الیاکساندر لوکاشینکا په دې تورن کړی چې مهاجرو ته یې اجازه ورکړې چې د اروپایي اتحادیې پولو ته ځانونه ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب