چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهڅلور هیوادونه د طالبانو د بشري ضد اقداماتو په خاطر د عدالت...

څلور هیوادونه د طالبانو د بشري ضد اقداماتو په خاطر د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت کوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۴ مه) استرالیا، جرمني، کاناډا او هالنډ طالبانو ته ګواښ کړی چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو په خاطر به د عدالت نړیوالې محکمې ته د اقدام کولو لپاره مراجعه وکړي.

څلور هیوادونو په یوه ګډ بیان کې طالبان د ښځو د حقونو د سرغړونو مسوول بللي او ویلي یې دي چې دا ډله باید هغه مسولیت پرځای کړي چې د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو په کنوانسیون کې یې یادونه شوې ده.

د ډي پي اې د راپورله مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننالینا بایربوک ویلي، غواړي چې نن چهارشنبې په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ د اسټرالیا، کاناډا او هالنډ له بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري او په دې اړه خبرې وکړي.

د ګډې اعلامیې په مسوده کې چې یوه کاپي یې ډي پي اې آژانس ترلاسه کړې، څلورو واړو هیوادونو د طالبانو ترواکمنۍ لاندې افغانستان کې د بشري حقونو پراخې او منظمې سرغړونې غندلي دي.

دغو هیوادونو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تربلې خراب شوی او په ځانګړي ډول ښځې او نجونې د دې مستحقې دي چې د بشړو بشري حقونو درناوی یې وشي.

استرالیا، جرمني، هالنډ او کاناډا همداراز خبرداری ورکړی چې که وضعیت بدل نه شي، دا موضوع به د څیړنې لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

تر ثانوي اطلاع په دروغي پلمه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په نوم حتي د نجونو پر غږ بندیز لګولی دی.

اوس افغانستان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو له نظره د نړۍ تر ټولو ناوړه ځای بلل کېږي. د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات حتي د اسلامي هیوادونو وګړي هم نه شي تصور کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی