تاند (چهارشنبه ـ د میزان ۴مه) پروان کې د طالبانو د والي ویاند حکمت الله شمیم وایي، په تېرو ۴ ورځو کې د دې ولایت د شینوارو ولسوالۍ د دره کشفان اړوند سیمې له ۵۰۰ ډېر اوسېدونکي په یوې نامعلومه ساري ناروغۍ اخته شوي دي.
نوموړی وایي دا شمېره ورځ نه بلې ته مخ پر ډېرېدو ده.
د طالبانو د سیمهییزو چارواکو په وینا د دې ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او د ٥٠ نورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د پروان د طالبانو والي وياند زیاتوي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان له جسمي کمزورۍ، د عضلاتو د سخت درد، سخت اسهال او سختې تبې سره مخ دي.
شمیم زیاتوي، چې روغتیايي ډلې سیمې ته رسېدلي او له زیانمنو کسانو څخه یې د پایلو د ارزونې لپاره د وینې بېلګې اخیستې دي.