Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاروپايي ټولنې له افغانستان سره نژدې یو نیم سل میلیون یورو مرسته...

اروپايي ټولنې له افغانستان سره نژدې یو نیم سل میلیون یورو مرسته اعلان کړه

تاند (چهارشنبه، د میزان ۴ مه) اروپایي کمیسیون د افغانستان لپاره د ۱۴۶ میلیون یورو په ارزښت د مرستو یو نوی پکېج اعلان کړ. د دې مرستې، چې په ښځو، ماشومانو او زیان منونکو خلکو لکه کورنیو بې ځایه شویو، کډوالو، اقلیتونو او راستنیدو باندې تمرکز لري، هدف د اړینو خدمتونو پیاوړتیا او د معیشت ښه کول دی.

د نړیوالو همکاریو لپاره د اروپایي اتحادیې کمیشنرې جوتا اورپیلاینین په یوه بیان کې وویل چې دا مرستې د افغانستان د زیاتېدونکو بشري اړتیاوو په ځواب کې کیږي، په ځانګړې ډول په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو حقونه کمزوري کیږي.

هغې په خپل بیان کې وړاندې ویلي:«اروپایي ټولنه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ولاړه ده. هرڅومره چې طالبان د ښځو او نجونو ازادي محدودوي، هغومره زموږ او د نړیوالې ټولنې حضور اهمیت مومي.»

اوپلانین ټینګار وکړ چې د اروپایي اتحادیې هڅې به دا یقیني کړي چې میرمنې د دغو مرستو په پلانولو او پلي کولو کې مهم رول لوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...