چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهتر دې وروسته د قطر وګړي پرته له ویزې امریکا ته سفر...

تر دې وروسته د قطر وګړي پرته له ویزې امریکا ته سفر کولی شي

تاند ( چهارشنه ـ د میزان ۴مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبه په یوه خبرپانه کې قطر په هغه لیست کې شامل کړ چې وګړي یې بې ویزې امریکا ته سفر کولی شي.

خبرپانه کې ویل شوي، چې قطر په هغه لېست کې دوهم اسلامي هېواد شو چې وګړي یې کولای شي له ویزې پرته متحده‌ایالتونو ته سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې قطر د امریکا لپاره یو استثنايي شریک بللی او زیاته کړې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په تېرو څو کلونو کې پیاوړي شوي دي.

باید یاده شي، قطر چې په غزه کې د اوربند لپاره په خبرو کې یې مهمه ونډه درلوده او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې او وروسته د امریکا اصلي شریک و، د نړۍ ۴۲ هېواد شو چې په دې لېست کې ځای ورکړل شوی دی.

ډېری هېوادونه چې وګړي یې متحده‌ایالتونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي په اروپا او آسیا کې د واشنګټن پخواني متحدان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی