چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد خبریالانوخوندیتوب کمېټه؛ طالبان دې په سیاسي ژوندیو خپرونو محدودیت لرې کړي

د خبریالانوخوندیتوب کمېټه؛ طالبان دې په سیاسي ژوندیو خپرونو محدودیت لرې کړي

تاند ( چهارشنبه ـ د میزان ۴مه) د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې، په ژوندیو سیاسي خپرونو دې لګول شوي بندیزونه لري کړي.

د  “سي‌پي‌جی” په خپره خپره کړې خبرپاڼه کې د آسیا د برخې د همغږې کوونکې بیه لي‌یي له قوله راغلي چې د طالبانو له‌خوا نوي محدودیتونه په افغانستان کې د رسنیو د اساسي آزادیو د پای په معنی ده.

نوموړې ویلي، چې دغه اقدام د دې هڅه ده چې رسنۍ د طالبانو پر تبلیغاتې وسیلې بدلې شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوو خبریالانو له قوله چې نومونه یې نه‌دي اخیستل شوي، ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یکشنبې په ورځ د رسنیو یو شمېر مسوولان ورغوښتي وو او هغوی یې له نویو محدودیتونو خبر کړي دي.

د دغو نویو محدودیتونو له مخې، هغه خبریالان چې د سیاسي بحثونو ژوندۍ خپرونې چلوي هر سهار باید د موضوع او د ګډونوالو په اړه یې د طالبانو د مسوولو چارواکو تاییدي ترلاسه کړي او وروسته خپرونې ثبت کړي.

یوه خبریال بیا د نوم نه خپراوي په شرط تاند ته ویلي، چې په دغو محدودیتونو کې د سیاسي خپرونو له خپرېدو وړاندې د طالبانو تائیدي هم اړینه ده.

افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ درې کاله کېږي او په دې موده کې د بشر حقونو ترڅنګ د رسنیو فعالیتونه هم تر سخت فشار او سانسور لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی