Homeخبرونهد فوټسال ملي لوبډله نن په غوراوي پړاو کې خپل بخت ازمايي

د فوټسال ملي لوبډله نن په غوراوي پړاو کې خپل بخت ازمايي

تاند ( چهارشنبه ـ د میزان ۴مه)

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د ۲۰۲۴م کال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې له پاراګوای سره لوبه کوي.

ازبکستان د دې سیالیو کوربه هېواد دی او دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي.

که افغان لوبډله دا لوبه وګټي نو د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته به لاره پیدا کړي او که یې وبایلي له دې سیالیو وځي.

افغان لوبډلې په ګروپي لوبو کې انګولا ته ماتې ورکړه، خو اوکراین او ارجنټاین ته یې لوبې وبایللې.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...