له استاد عظیمي سره د طارق وزیر مرکه
موږ په خپله ټولنه کې د ډېرو داسې پېښو شاهدان یو چې خلک ځانوژنې کوي، خو څوک یې پۀ لامل نۀ پوهیږي، د پیمغبرۍ یا نورې لویې دعوې کوي، د چټیاتو او توهماتو ښکار وي؛ خو زموږ خلک داسې کسان یوازې مجازات کوي ځکه دوی په دې نۀ دي خبر چې ښایي دا رواني ناروغان وي او ناروغ درملنې ته اړتیا لري. پورته کومې نښې مې چې وښودلې دا تر ډېره د سکیزوفرنیا ناروغۍ باندې اخته کسانو کې لیدل کیږي.
د همدې ناروغۍ په اړه له لیکوال، څېړونکي او د پوهنتون له استاد پوهنمل شرف الدین عظیمي صیب سره غږیدلی یم چې تفصیلي خبرې به پرې وکړو، استاد په دې برخه کې څیړنې کړي او پراخه مطالعه لري.
طارق وزیر: سکیزوفرنیا ته په پښتو کې کومه بله مناسبه کلیمه کارولای شو؟
استاد عظیمي: سکیزوفرنیا ته په پښتو کې شیزوفرنیا ویلی شو.
دا یو ذهني اختلال دی یا د ذهني ګډوډیو یوه ټولګه او مجموعه ده؛ هغه کسان چې د ذهن ګډوډۍ یې جدي وي پۀ ځانګړې توګه کۀ د چا په چلند کې چې ستونزه راپیدا شي نو موږ ورته شیزوفرنیا وایو؛ په پښتو کې همدا کلیمه پخوا هم کاریدلي، ځکه دا یو علمي کلیمه ده نو تر اوسه ځانګړی لغت ورته نۀ دی جوړ شوی.
طارق وزیر: سکیزوفرنیا څنګه پېژندلی شو؟
استاد عظیمي: دا یوه ډېره شدیده اروایي ګډوډي ده چې د انسان د فکر په ډول، د احساساتو په راڅرګندیدو او د کړنو په ترسره کېدو ډېر سخت اغېز شیندي.
د فکر اغېزمنېدل یې احساسات او د احساساتو ګډوډېدل یې چارې اغېزمنوي.
اخته کس واقعیتونه ناسم درک کوي او توهم لري؛ داسې شیان ویني چې نۀ شته، داسې څۀ اوري چې نۀ شته، داسې څۀ لمس کوي چې وجود نۀ لري؛ د وینې بوی حس کوي خو وینه شتون نۀ لري.
طارق وزیر: کۀ د سکیزفرنیا ځیني ډولونه راته لنډ تشریح کړئ!
استاد عظیمي: شیزوفرنیا څو ډولونه لري.
۱: پارانایډ شیزوفرنیا: په دې کې شکونه ډېر کیږي.
۲: هزیاني: په دې ډول کې چټیات ویل کیږي.
۳: مقناطیسي: په دې کې توهمات او چټیات دواړه وي او اخته کس غټې غټې خبرې کوي.
۴: د پېژندنې شیزوفرنیا: په دې کې د ځان، خدای، باورونو، هویت، دین… خبرې کوي.
۵: مختلط: په دې کې دا ټولې نښې شتون لري.
طارق وزیر: د اخته کسانو نښې څۀ دي؟
استاد عظیمي: معمولاً څو لویې نښې لري او دا نښې په هر عمر کې لیدلای شو خو معمولاً له ۱۵-۲۰ کلنۍ ددې ناروغۍ د رامنځته کېدو شونتیا ډېره وي.
۱: د توهم مسئله ده؛ اخته کس د لیدلو او اورېدلو په برخه کې توهم لري، داسې څۀ ویني چې عادي انسانان یې نۀ ویني یا غږونه اوري چې نور یې نۀ اوري.
۲:د هزیانونو مسئله ده؛ ناسم او د واقعیت خلاف باورونه لري.
۳: په خبرو او فکر کې هم نامنظم وي، بې ربطه او چټي غږیږي، مثلاً مور ته وایي چې تۀ زما مور نۀ یې، یو وار پطرول قیمته ګڼي او بیا وایي چې باید په وادۀ کې کم مصرف وکړو، یعنې خبرې یې ربط نۀ لري.
۴:په حرکاتو کې هم ستونزه لري، تکراري کارونه کوي، ګوتې شمېري، سر ګډوډ ښوروي، په ناعادي ډول په لاره ځي.
۵: د ټولنیز ژوند او کار په برخه کې مشکل لري، ورځنۍ چارې یې منظمې نۀ وي.
خلاصه دا چې توهم لري، هزیان وایي، خبرې او فکر یې منظم نۀ وي،په کړنو کې ګډوډي لري او ټولنیزې اړیکې او کار یې ستونزې لري.
طارق وزیر: استاد په دې اړه لومړی بحث چا، چېرته او کله وکړ؟
استاد عظیمي: دا ناروغي د بشر د تاریخ په اوږدو کې موجوده ده، خو د نوولسمې پیړۍ په اخرو کې په علمي ډول وپېژندل شوه او لومړۍ بحث پرې امېل کېپلین وکړ.
د شملې پیړۍ په اوایلو یو بل ارواپوه اوګین بلویر مطالعه او تعریف کړه.
البته امېل هم 1819 کال کې سکیزوفرنیا بل ډول معرفي کړې وه، هغۀ ورته دامانز کوکس ویل او له نورو اروایي ناروغیو یې بدله ګڼله.
بلویر هم په 1908 کې مشخصاً د سکیزوفرنیا کلیمه وکاروله.
کومې نښې چې په اوسني dsm کې دي دوی د همدې عنوان لاندې همغه وخت تشریح کوله، نو ځکه په علمي تحقیقاتو او dsm کې همدا نوم ورته کارول شوی.
سویسی بلویر د ارواپوهنې ډاکټر ؤ.
طارق وزیر: دا ستونزه ټوله رواني ده که عصبي اړخ هم لري؟
استاد عظیمي: موږ چې کومې نښې وویلې هغه روان سره تړاو لري مثلاً فکر، خبرې، توهم،هزیان…
کله چې ستونزه په روان کې راغله دا رواني ګډوډي ده؛ خو ځیني څېړنې دا هم وایي چې دا ناروغي عصبي ریښې هم لري، د مغز په جوړښت،د انتقال کوونکو عصبي رشتو په وظیفه کې ستونزه، د دوپامین ستونزه،
جینیټیک کې ګډوډي چې وڅېړو، نو ویلای شو چې سکیزوفرنیا یوه اروایي ګډوډي ده چې عصبي او فزیولوژیکي اړخ هم لري.
د علاج په برخه کې هم موږ اروایي او دارویي دواړو برخو ته اړتیا لرو.
طارق وزیر: که دا ناروغي درملنه نۀ شي نو کومې ستونزې راپیدا کولای شي؟
استاد عظیمي: که احیاناً څوک دا ناروغي په وخت درملنه نۀ کړي، ښایي نښې یې شدیدې شي. منفي فکرونه یې زیاتیږي. هزیان یې د شدت خواته ځي.
د اړیکو خرابي رامنځته کیږي.
د ټولنیز تعادل ستونزه راځي.
له جسمي اړخه هم په هغو کړنو مصروفیږي چې د ناسم باور پر بنسټ دي، مثلاً فکر به کوي چې ۲۵ کیلومتره لرې یو شی شته او پیاده به ورځي خو څۀ به نۀ وي، چې دا سخته ده.
مالي اړخ یې بله ستونزه ده ځکه له کاره وځي، دوا یې قیمته ده، مشاوره یې دوامداره ده.
په اوږد مهال په ژور خپګان، اضطراب او نورې ناروغۍ هم ورته پیدا کیږي.
طارق وزیر: ورته حالت زموږ خلک د پیریانو سیوری بولي، ایا دا تعبیر سم دی؟
استاد عظیمي: دا ناروغي پیچلي ده، په بېلابېلو کلتورونو کې فرق کوي.
ځینې یې ښایي ماوراالطبیعي وګڼي لکه خلک چې جن، پیری، شیشکې، بلا…سره تړاو ورکړي.
لۀ بده مرغه زموږ ټولنه کې اړین پوهاوی نۀ دی شوی، پوهاوی له موږ سره مرسته کوي چې علمي مسایل ماورالطبیعي ونۀ ګڼو.
که خلک یې په اړه پوه شي چې دا پیری نه بلکې رواني ناروغي ده، نو په ختمولو کې ورسره مرسته کوي.
طارق وزیر: که پیریان نۀ دي نو ځینو کسانو باندې چې حمله راشي، په داسې ژبه او موضوعاتو خبرې کوي چې په عادي حالت کې پرې نۀ پوهیږي، نو دا له کومه راځي؟
استاد عظیمي: دا ګډوډې او د څو رنګه خبرو ستونزه بیا سکیزوفرنیا نۀ ده، هغه ته موږ د ( څو ګوني شخصیت) ستونزه وایو.
یو فرد چې یو شخصیت کې وي یو ډول او بل شخصیت ته چې بدل شي نو حالت یې فرق پیدا کړي.
څېړنې ښیي چې یو کس حتی ۲۵ شخصیته هم لرلی شي، چې هر شخصیت کې لوېږي همغسې کیږي، لهجه، برخورد او ټولې چارې.
مثلاً یو شخصیت یې دا وي چې اخته کس پروفیسر وي او پوهنتون کې درس ورکوي او هماغه د پروفیسر غوندې حرکات او چارې کوي، خو همدا فرد بیا د قاتل او مجرم په حیث راڅرګندیږي چې تاسې حیرانېږئ.
دا د څو ګوني شخصیت ګډوډي ده، ډېر ځله د هویتي ستونزو بحث پکې دی او له اسکیزوفرنیا سره یې لاملونه ګډېدلای هم شي.
طارق وزیر: ولې خلک په دې ناروغۍ اخته کیږي؟
استاد عظیمي: لاملونه یې ترکیبی دي او له جنیتیک نه پیل او آن تر چاپیریال پورې رسیږي. خو سمه معلومه نۀ ده چې کوم یو ډېره ونډه لري.
۱:وراثت یو لامل دی چې ځیني کسان یې په ارثي ډول له مور او پلاره راوړي.
۲: په مغز کې هورموني ګډوډۍ یې بل لامل دی، د ډوپامین او ګلوتامات تعادل چې ختم شي نو دا ناروغي ډېریږي، دا یې عصبي لامل دی.
۳: په مغز کې د جوړښت تفاوتونه، د اتصلاتو تفاوتونه، په مغز کې د ځینو برخو رامنځته کېدل هم د سکیزوفرنیا لامل کېدای شي.
دا ارثي لاملونه وو.
چاپېریالي لاملونه:
کله چې مور ځوریږي، ښۀ خواړۀ نۀ خوري، اندېښنې کوي، مور او پلار نشه یي توکي کاروي، ماشوم یې همدا ګډوډي پیدا کوي.
د ماشومتوب له ناوړه تجربو هم پیدا کیږي لکه: له ماشوم ناسمه استفاده، اوږدمهاله بېوزلي…
نشه یي توکي هم دا ستونزه پیدا کوي لکه: ماریجونا چې هند کې کارول کیږي، یا افغانستان کې چرس ډېر کارول کیږي. دا ټول پر سکیزوفرنیا د اخته کېدو شونتیا ډېروي.
رواني لاملونه هم لري.
مثلاً: سټرسونه یا ژور خپګان، رواني فشارونه، د ټولنیز ملاتړ نۀ شتون، د بد سرپرست شتون، د مور پلار نۀ شتون، د اړتیاوو او غوښتنو نۀ پوره کېدل، کورنۍ نۀ لرل … هم سکیزوفرنیا پیدا کوي.
کله کله ترکیبي هم وي چې بېلابېل او ګڼ لاملونه ولري.
طارق وزیر: د دې ناروغۍ دوام د نورو رواني ګډوډیو لامل هم کېدای شي؟
استاد عظیمي: هو! سکیزوفرنیا د ګڼو رواني ناروغیو لامل کیدای شي. مثلاً کس په ژور خپګان، اضطراب، وسواس، دو قطبي… اخته کوي.
له دې امله ښایي نشه یي توکو باندې اخته شي.
ښایي ذهني او شناختي ګډوډۍ هم ورته پیدا شي، مثلاً د حافظې ستونزه.
طارق وزیر: د کومو جسمي ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کیږي؟
استاد عظیمي: د زړۀ او هضم ستونزې رامنځته کوي، د شکر خطر زیاتوي، وزن ډېروي، تنفسي ستونزې منځته راوړي ځکه ناروغ نشه یې توکو ته مخه کوي چې دا تنفسي ستونزې پیدا کوي. حتی له copd سرطان سره مو هم مخامخ کولای شي په دې کې کولمې خوږیږي او دوا یې هم زیانمنه ده.
د وجود مقاومت هم ګډوډوي، ځکه څیړنو ښوولې چې د شیزوفرنیا د ناروغ بدن کمزوری وي.
کومه دوا چې کارول کیږي هغه جانبي عوارض لري او ځینې وخت همدا دوا د نورو ناروغیو لامل ګرځي.
طارق وزیر: د سکیزوفرنیا مخنیوی کیدای شي او که کیږي نو څۀ ډول؟
استاد عظیمي: په ټوله کې یې مخنیوی نۀ کیږي ځکه دا یوه ترکیبي ګډوډي ده، په دې مانا چې جینیتکي او محیطي دواړه لاملونه ونډه پکې لري.
خو کنترولولای یې شو چې ځینو مهمو مسایلو ته اشاره کولای شو.
۱: د سټرس مدیریت پکار دی چې د ورزش، یوګا، میډيټېشن او ژورې ساه سره کنترولیږي.
۲: ټولنیز ملاتړ ته اړتیا ده چې د کورنۍ، دوستانو، ملګرو او همکارانو لخوا کیږي.
۳: د ژوند بڼه او سټایل کې بدلون راوستل پکار دي، لکه د خوب وخت، د خواړو وخت او ډول، لباس، ورزش…چې باید د سمون هڅه یې وکړو.
۴: له نشه یې توکو پرهېز اړین دی.
۵: د امیندوارې مېرمنې خوړو ته پام پکار دی، له ناروغیو رغونه یې پکار دی. له اندېښنو او سټرس نه باید خلاصون ترلاسه شي، درانۀ کارونه ونۀ شي.
۶: بل، د درملنې وخت مهم دی چې باید په خپل وخت او ژر یې د درملنې هڅه وشي ځنډول یې زیانمن دي.
۷: د پوهاوي لپاره له رسنیو باید ګټنه وشي.
۸: وخت په وخت روغتیایي معاینات وکړو او شته ستونزې حل کړو.
۹: د نورې رواني ستونزې لکه بایپولر، ژور خپګان… پر وخت له منځه وړل هم خطر کموي.
دا ټولې وقایې دي مرسته کوي خو د مخنیوي قطعي حل لاره نۀ شته.
طارق وزیر: د اخته کس د درملنې لارې چارې وښایاست!
استاد عظیمي: د درملنې څو ډوله حل لارې لرو چې د درملو پک وسیله کیږي، روان درملنه لرو، ټولنیز ملاتړ دی، اتحاد درملنه شته، د اوږد مهاله تعقیبي درمان شتون لري، عامه پوهاوی هم دی.
د اروایي ناروغیو درمل شته خو یادول یې ځکه مناسب نۀ ګڼم چې خلک یې په خپل سر کاروي، چې د ارواپوه له لارښوونې پرته کارونه یې خطرناکه ده.
په روان درملنه کې cbt کاروو، له کورنۍ محوره رواني مشاورې کار اخلو، کس ته مهارتونه ورزده کوو.
په ټولنیزه درملنه کې د مشاورې او ډلییزې مرستې لاره کاریږي او ځای ته توجه کیږي.
په تکمیلي تداوي کې هنرونه وزده کوو، د مسکا،ورزش،لمبو… چل ورزده کول ګټنه کیږي.
په اوږدمهاله درملنه کې یې په دوامدار ډول تعقیبوو چې دا کار ارواپوه او ډاکټر په شریکه کوي.
په عامه پوهاوي کې له کورنۍ سره کار کیږي.
د سکیزوفرنیا او نورو رواني ناروغیو درملنه ډله ییز کار ته ضرورت لري.
طارق وزیر: د څیړنو له مخې په کومو هېوادونو کې یې قربانیان ډېر دي؟
استاد عظیمي: په دې اړه کره مالومات نۀ شته خو هره ټولنه کې شته.
هغه هېوادونه چې روغتیایي سیستم یې کمزوری او عامه پوهاوی پکې کم دی، اقتصادي ستونزې پکې ډېرې وي، امنیتي حلات یې سم نۀ وي نو هلته یې د پیښیدو امکان یې ډېر دی.
څیړنې وایي چې دا ګډوډي په اروپا او امریکا کې ډېره ده، معمولاً په جګړو کې ښکېلو ځایونو کې وي.
په افغانستان کې دا ستونزه بیخي ډېره ده، شخصاً زموږ په هرو لسو مراجعینو کې یو تن پارانویا او په هرو شلو یا دېرشو کې یو سکیزوفرنیا لري، تر ډېره د منځي عمر لرونکي ورسره مخ کیږي.
قعطي نۀ شو ویلای چې فلاني هېواد کې زیاته ده.
طارق وزیر: شخصي خاطرې راته ووایاست چې ستاسې ځینې مراجعین چې دا ناروغي یې لرله، څۀ یې بدل او جالب ؤ؟
استاد عظیمي: موږ له دې ناروغانو ګڼې تجربې لرو.
زما یو مراجع راته ویل چې زۀ داود پیغمبر یم.
یو بل له ملایکو سره د عاطفي اړیکط د شتون دعوه کوله.
یو بل مراجع ځان د خدای نازولی او ولي ګاڼۀ.
داسې مراجع مو هم درلود چې ځان یې د المان صدراعظم معرفي کاوه.
داسې پریمانه خاطرې راسره دي خو څو مې یادې کړې چې د اخته کسانو پر حالت پوهیدو کې مرسته کولای شي.
طارق وزیر: د اسکیزوفرنیا او میرګیو یا صرع تر منځ ځینې مهم توپیرونه څۀ دي؟
استاد عظیمي: د میرګي او اسکیزوفرنیا تر منځ ډېر توپیرونه دي، میرګي یوه عصبي خو اسکیزوفرنیا رواني ناروغي ده.
په اسکیزوفرنیا کې توهم ، هزیان،بې انګیره توب او فکري ګډوډي رامنځته کیږي، خو په صرع یا میرګي کې عصیي حملې، بې هوشي، غیر ارادي حرکتونه (د لاس یا د پښو ټکان)، د حس مشکل،د ادرار بې کنترولي… رامنځته کیږي چې دا مسایل په شیزوفرنیا کې نۀ شته.
په درملنه کې یې هم توپیر شته، په سکیزوفرنیا کې له روان درملنې استفاده کیږي او ارواپوه پورې اړه لري، خو ایپلېپسي یا میرګي کې د حملو دوا کاریږي، د عصبو متخصصین یې عملیات کوي، د ارواپوه کار تر شل فیصدو داخل دی چې د ژوند په نظم او سمون کې ورسره مرسته وکړي، باقي د عصبو په متخصص پورې اړه لري.