ژړا او خندا دواړه ضرورتونه دي.
نه بې خندا ژوند کېږي، نه بې ژړا.
کله به خاندو، کله به ژاړو.
کله به خوښ او خوشحاله ګرځو او کله به غم لمانځو.
کله به نور لا خندوو؛ مګر کله به بيا چېرته يوازي ناست يو او اوښکي به څڅوو.
که و نه ژاړو، زړونه سختېږي او سخت زړونه به په څه نرموو؟
که و نه ژاړو، دا خيرن زړونه به څنګه مينځو؟
که و نه خاندو، درد او غم ته به په څه ماته ورکوو؟
غم ته به څنګه بدماشي کوو؟
له ځينو دردونو ښه غچ اخيستل خندا ده.
ښه دا ده، چي ژړا او خندا مو دواړه زده وي.
نو وژاړئ، چي وخاندئ!
هغه څوک ښه خندلای شي، چي ښه ئې ژړلي وي.
درد تجربه کړئ! مګر يوه کاميابه تجربه.
هيڅکله درد ته ځان دومره کم مه راولئ، چي مات مو کړي او نه داسي چي ځان پکي وبايلئ!
ستونزو او مشکلاتو ته په خندا- خندا کي ماته ورکړئ!
ځيني وختونه ځينو دردونو ته دومره وخاندئ، چي درد درته حيران شي او لار درنه بدله کړي.
هسي هم نه غم له غمه شرمېږي او نه درد له درده حيا کوي. له ځينو دردونو او غمونو هسي هم خلاصون نشته.
ښه دا ده، چي هرکلی ئې وکړئ او ورته وواياست:
«زما له عمره سره سمه
ميرات شې غمه، په خندا دي تېرومه»
د خندا او ژړا لپاره پلمې ډېري دي.
ځيني کسان فقط يوه پلمه غواړي، چي وخاندي او خوښي وکړي.
ځيني بيا په دې تمه وي، چي دومره پلمه پيدا کړي، چي ځان غمجن کړي او ځان وزوروي.
دغسي خلک درد، غم، ستونزي او کړاو ته خپله ځان لاس تړلی سپاري او د غم لپاره له خپل ځانه غچ اخلي.
د داسي څه/چا لپاره هم ژاړي، چي هيڅ نه ارزي.
هسي چي پلمه غواړو، ښه دا ده، خندا او خوښۍ ته پلمه ولټوو.
له درده او غمه په خندا او خوښۍ بدل واخلو.
يو ځل بيا وايم:
له ځينو دردونو ښه غچ اخيستل خندا ده.