تاند (پنجشنبه، د میزان ۶ مه) فرانس پریس خبري اژانس له ایران څخه د شړل شویو افغان کډوالو وضعیت په یوه راپور کې څرګند کړی دی. د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانان په ایران کې اوسي. خو د اټکلونو له مخې په ایران کې د افغان مهاجرو شمېر تر دې خورا زیات دی.
د اژانس د راپور له مخې، هره ورځ تر ۳۰۰۰ پورې افغانان، چې ځینې یې حتي په ایران کې زېږېدلي، بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
عبدالغني قاضي زاده، چې د اسلام کلا په سرحدي ښار کې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو افغانانو د ثبت مسوول دی، وايي، «کډوال له سخت روحي او رواني شکنجې سره مخامخ دي.»
ډیری راستانه شوي افغانان یا په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو او یا یې ویزې پای ته رسیدلې وې. د دغو کسانو۹۰ سلنه یې له ایران څخه شړل شوي او پاتې نور یې په خپله خوښه بېرته راستانه شوي دي.
د ښاغلي قاضي زاده په وینا، «په تېرو شپږو میاشتو کې د هغو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې په زوره له ایران څخه ایستل کېږي.»
ده وویل، «دوی ته خبرداری ورکړل شوی و چې باید په یوه اوونۍ کې له ایران څخه ووځي.” که نه نو، د ۱۸ کالو څخه ډیر عمر لرونکي کسان باید بانک ته ۱۰۰ میلیون تومانه (د ۲ زره ۳۷۵ زره ډالرو معادل) وسپاري. همدا دلیل دی چې خلک په خپله خوښه افغانستان ته راستنېږي.»
راستانه شوي کسان د طالبانو د چارواکو له خوا ثبت شوي او د مهاجرت د نړیوال سازمان د استازو له خوا معاینه کیږي، او که له خپلو کورنیو سره بیرته راستانه شي نو ۲ زره افغانۍ (۲۹ ډالره) ترلاسه کوي. هغه کسان چې یوازې بیرته راستانه شوي دي هیڅ پیسې نه ترلاسه کوي.
۳۶ کلن رمضان عزیزي، چې له خپلې مېرمنې او دریو ماشومانو سره د اسلام کلا په سرحدي پوسته کې د نوم لیکنې او افغانستان ته د راستنېدو په تمه دی، وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې دوی قاچاقبر ته ۱۲۲۰ ډالر ورکړل چې ایران ته یې بوځي خو هلته یې له دې پرته چې د ایرانیانو دښمني او سپکې سپورې واورې، بل څه ونه لیدل. هغه ادعا کوي چې ایرانیان پر افغانانو تور پورې کوي چې د ایرانیانو د بې کارۍ، د بیو د زیاتېدو او د جرمونو د زیاتېدو سبب شوي دي.
ښاغلي عزیزي، چې په ایران کې یې د ساختماني کارګر په توګه کار کاوه، وویل: “د کور مالک په دې خاطر جریمه شو چې موږ ته یې کور په کرایه راکړی و. هغوی زموږ سامانونه له کړکۍ دباندې څخه وغورځول.
چارواکو موږ ته وویل چې خپل سامانونه راټول کړو، او موږ دا کار وکړ. بیا یې موږ یوه پوځي کمپ ته یووړو چې د ډیپورټ پروسې له لارې لاړ شو.”
ده وویل، کورنۍ یې له دوه – درې زره نورو افغانانو سره شپږ ورځې د پوځي کمپ په تنګ ځای کې تېرې کړې.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه: “سخت په تکلیف وو، نه اوبه او نه خواړه راکول کېده.”
۲۶ کلنې فاضلې قادرې د خپلې کیسې د بیانولو په مهال له سترګو اوښکې بهېدې، ویل یې چې په پوځي کمپ کې یې ډیرې سختۍ لیدلي دي. دا وايي چې ایراني پوځیانو په هغو اوو ورځو کې چې دې هلته تېرې کړې، په وسپنیزو ډنډو ټول وهل، هغوی ته مهمه نه وه چې نارینه ده که ښځینه، ټول افغانان یې له یو مخې وهل.
دې دا هم وویل چې د ایرانیانو د وسپنیزو ډنډو په ګوزارونو یو افغانان د دې په وړاندې سا ورکړه.
دا وايي چې د مېړه څو هډوکي یې مات شول.
۲۹ کلن عبدالبصیر، چې دیاړي (ورځنۍ مزدوري) کوله، وویل، که څه هم پاسپورټ او ویزه یې لرله، خو هغه په کار کې نیول شوی او له ایران څخه شړل شوی دی.
ده وویل، «سره له دې چې پاسپورت او وېزه مې درلودل، د لسو ورځو لپاره په کرج کې یوه پوځي کمپ ته ولېږدول شوم. کوم حکومت داسې کار کوي؟»
عبدالبصیر زیاته کړه په داسي حال کې چې لاسونه او پښې یې تړلې وې او له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې نور کسان په بس کې ولاړ وو، او کله چې هلته ورسېد، دومره سخت وهل شوی و چې په پښو نه شوای درېدلی.
عبدالبصیر وویل چې په دغه ځای کې د ځینو کسانو لاسونه او پښې مات وو او ښايي ځینې مړه وو، هلته ښځې هم وې، ټول داسی وهل شوي وو چې په خپلو پښو نه شوای درېدلی.
ګدایګر مایان چی ټول عمر په چنډو او وظیفو باندی لوی شوی دوی سره به څه کمک وکړی؟