تیزباد چلیده. په ځمکه د ونو را لویدلې ژیړې پاڼې یې یوې او بلې خواته وړې، د منی له تیز باد سره د سالنګ په غرونو کې د واورو سړې څپې د کابل ښار په کوڅو کې ګرځیدونکې ښاریان کړول، هغوئ خو یې لا ځورول چې وړین او تاوده کالي یې نه لرل. نسیم شاه خپل ملګري ته وویل: – یاره را خیژه، نورڅوک نه را سره بیایو. زه او ته به لاړ شو!
ـ چیرته ځو؟
ـ ته خو را وخیژې ساړه دي. نورې خبرې به په موټر کې درته وکړم.
– ښه ښه نو ووایه چیرته به ځو؟
ـ یوه څو روپۍ مې بیا تر ګوتو کړې.
هههه دا خو بیا د خوشحاله خبره ده.
ـ هو.
شیبه وروسته نعیم الله په کوټې سنګې کې دکاندار ته لیست ونیوه او ورته یې وویل: موږ بیرته راځو ته به همدا سودا راته تیارې کړې. له دوئ نه لږ وړاندې انیسه په همدې سړه ورخ له خپلو دوو ماشومو لوڼو او یوه ماشوم زوی سره لکه د تیر په څیر د سړک پرغاړه په ایرن رنګې څادرۍ کې ناسته ده. زوی او یوه ماشومه لور یې په څادرۍ کې ورسره پټ کړې خو دا بله یې چې تر نورو دواړه لږ لویه ده په خوا کې ناسته او تور وړوکی ټیکری یې په سر پروت دی. باد لا هاغسې تیز چلیږي. د انیسې څادرۍ یې لکه ډومبک پړسولې او تړپاری یې اوریدل کیږي.
نعیم الله او ملګری یې مخامخ انیسې ته ودریدل. بیا یې لږ په لوړ غږ ورته وویل: ـ خورې! موږ د یوه خیریه بنسټ مسولین یوو، ستا دې حال ته په کتو مو وپیتیله چې د خپل خیریه بنسټ له لورې درسره د خوراکي توکو یو څه مرسته وکړو.
ـ دا خو به ښه کار وشي. خدای مو په دنیا او اخرت کې کامیابه کړه.
– مواد مو په هغه مخامخ دکان کې تیار اخیستې. که دې خوښه وي یوه مرکه به هم راسره وکړې!
ـ د څه له پاره؟
ـ بس د دې له پاره چې په خارج زموږ ملګري او دوستان ډاډه شي چې دا مرسته مو مستحقو کسانو ته ورسوله. بل دا چې په خواله رسینو کې به یې هم خپره کړو څو نور خلک هم درسره مرسته وکړې.
ـ ښه ښه همداسې ده؟
ـ هو همدومره.
ـ اول خو ته راته ووایه چې ستا مور څه نومیږي؟
نعیم الله حیران شو، یوځل یې خپل ملګري ته وکتل او بیا یې وویل:
– موږ له تا سره مرسته کوواو ته مې د مور نوم رانه پوښتې.
ـ ګوره وروره! زه خواره او مجبوره یمه، د هیچا مرسته نه ردوم. خو هغه مرسته چې زما عزت ورسره پایمال کیږي. ماته ورسره خروار خروار پیغورونو را رسیږي نه یې کوم. ته دا نه شي زغملای چې د دغه خپل ملګري له مخې دي د مور نوم واخلي او له ماڅخه بیا د ویدیو تمه کوي. بیا یې په فیسبوک کې هم نشر کوي. نو داسې مرسته مې نه ده په کار… انیسې غوښتل نور څه هم ووايي، نعیم الله یې په سر سپینه خولۍ په لاس تکیه کړه چې باد یې ترې ونه غورځوي او ملګري ته یې وویل: ته راځه دا ښځه له مستې دلته ناسته ده.