جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ نښتو کې ۲۵تنه وژل...

پاکستان کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ نښتو کې ۲۵تنه وژل شوي

تاند ( پنج شنبه ـ د میزان ۵مه) اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه سیمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ په روانو نښتو کې تر دې دمه ۲۵ تنه وژل شوي دي.

د آژانس د راپور له مخې دا مرګونې جګړه کې له تېرې شنبې راهیسې روانه ده.

دغه نښته د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړې له امله پیل شوې، چې په لسګونه کسان په کې ټپيان شوي هم دي.

اسوشېټېډپریس خبري آژانس په خپل راپور کې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې چې دوی هڅه کوي افغان پولې ته نېږدې د ځمکې شخړه په فرقه‌يي تاوتریخوالي بدله نه شي.

تر دې مخکې د روان کال په جولای میاشت کې هم په دې سیمه کې د ورته جګړې له امله د دواړو خواوو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ځایي خلکو په وینا کرمه سیمه په وروستیو کلونو کې د شیعه او سني اوسیدونکو ترمنځ د سختو تاوتریخوالو شاهده ده.

1 COMMENT

  1. وژنی یو بل سره ستاسو ښځی غیی. په څه مو جنګ دی، پر ځمکه؟ دا ستاسو د پلارو ځمکه نده داسی به مو وجنګوی چی نور ستاسو نسل پاتی نشی ستاسو لورانی غیی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب