جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+په ړوند تقليد اخته ولس، او خپل چاري سياستوال

په ړوند تقليد اخته ولس، او خپل چاري سياستوال

عبدالوحید وحيد

افغان ولس له څو لسیزو راهیسې په مکرره توګه د واک، ځواک او ثروت د مجنونانو لخوا په وړ وړ شعارونو وغولول شو. د ولس په غولولو کې کله د هېواد پالنې له شعار څخه، کله د اسلامي نظام له دعوو او کله هم د ديموکراسي له نعرو څخه  ابزاري ګټه پورته کړاى شوه. البته هېواد هغو مشرانو زيات لوټ کړ چې د دين کارت يې د سياست په  مارکيټونو او د ديموکراسي په نيرنګونو کې استعمال کړ.

که په افغانستان کې سوسیالیزم په ګونډو شو، نو د خلق او پرچم ګوندونو مشران بدنام شول، خو د خلکو لخوا يې ناکامى او بدنامي ولمانځل شوه. که ديموکراسي ماته شوه، نو زموږ بلا يې ورپسې. د بن د تړون نوښتګر سپک شول او د هغو سياسي سوداګرو سرونه ښکته شول چې د جهاد او خپل تاټوبي په سر يې معاملې وکړې او هېواد ته د پرديو ځواکونو په اوږو سپاره راغلل. هغه د لويديځ په کلتوري اړخونو کې نغښتې ديموکراسي په افغانستان کې د منلو او زغملو وړ نه هم وه.

البته که اسلامي نظام او اسلامي ارزښتونه د شخصي او ډله ييزو ګټو لپاره کارول کيږي، د واک ترلاسه کولو او يا هم په واک کې د پاتې کېدو لپاره ورڅخه ګټه پورته کېږي، د اسلامي نظام تر نوم لاندې اتوکراتيک (استبدادي) نظام رامنځته کيږي او بالاخره په غير مستقيم ډول سيکولريزم ته لاره هواريږي، نو د افغانستان په شان له دين سره په ژور ډول تړون درلودونکي هېواد کې خو به يې اغيزې او غبرګون حتماً بوږنوونکې وي.

اوس په افغانستان کې په فزيکي توګه امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دى، خو نفسياتي امن تالا ترغه دى. له سيمې سره د سوداګريزو اړيکو رغول او پراخوالي حوصله بښونکى دى، خو په ولس کې د محرومیت او په ځوان نسل کې د ناهيلي توب کچه له تصور څخه ورهاخوا لوړه ده. د بيا رغونې چارې په نسبي ډول ښې روانې دي، خو  ورځ تربلې د ولس ويجاړيدونکى اقتصادي حالت د زغم وړ نه دى. د قوشتېپې پروژه د خوښيو پيغامونه لري او په لويو لارو باندي د کار جريان هيله بښونکى دى.

البته د انجونو په زده کړو باندي بنديز عادي ستونځه نه ده او نه هم لکه د ځينو چارواکو په آند د دغه بنديز له منځه وړل يوازې د بهرنيانو ناروا غوښتنه  ده، بلکې هغه ستره نيمګړتيا ده چې له هيڅ ډول مشروعیت او توجيه پرته په افغان ولس د توپک په زور تحميل شوې او د موجوده حکومت ټول مثبت اړخونه په مطلق ډول تر سيوري لاندې نيسي. د خپل ولس د نارضايتي او د واټن رامنځته کيدو لامل ګرزي ، د هېواد دښمنانو ته د تبليغاتو فرصت په لاس ورکوي او د ولس په زړونو کې راټوکيدونکې د هېلو هره غوټۍ رژوي.

د ډاډمن امنیت، پياوړى مرکزي قيادت، قرباني ته د تيار امنیتي ځواک درلودلو له مثبتو اړخونو او نورو خورا زياتو فرصتونو سره سره په حکومتى جوړښت، ولسي ملاتړ او د حکومتولي د بڼې په برخه کې متأسفانه نيمګړتياوې شتون لري، د فساد او نورو ناخوالو په وړاندې امارتي غبرګون قناعت بښونکى نه دى. له دې څخه ورهاخوا د اساسي قانون د نشتون او د حکومت په چلولو کې د چارواکو متفاوت سليقوي چلن  په ځينو مواردو کې په استبداديت باندې اوړي. که د ولس او هیواد ګټو ته د ژمنو ځينو پاکو مشرانو ښه سليقه او دروند چلن نه واى، نو ممکن اوس  حالات دېر بدل واى.

د نيکمرغه ټولنو د پرمختګونو په بهير کې په نُدرت سره د داسې پېښو بيلګې موندل کېږي  چې د ولس په درد دردمند اود ملت په غم غمجن مشران د معجزې په ډول راپورته شوي، خپل ويده ولسونه يې را پاڅولي وي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره يې د مدني حرکتونو په چوکاټ کې منظم کړي وي.

البته معمول دادى چې ويده ولسونه، ناوړه پېښو، پرديو تيريو، د خپلو حاکمانو وحشتونو او د زمانې جبر راويښ کړي دي او د ستونځو له ګرداب څخه د راوتلو لپاره يې  ځواب ويونکي مشران رامنځته کړي دي. په نزدې ماضي کې موږ په بنګله دېش کې ددغه شان ستر تحول شاهدان يو، خو موږ لاهم څوک اسماني معجزو ته په تمه ناست يو او څوک د امريکا رحم او کرم ته سترګې په لاره يو چې راشي او زموږ د مخمسې حالت ته د پاى ټکى کېږدي.

په ټولنه کې د زده کړو د کچې د ښکته والي له امله موږ د خپلواکي او غلامي ترمنځ د توپير پيژندلو په ګډون د مشرتابه  په لټون کې هم ناکام يو. لاهم د ځواب ويونکي مشرتابه د رامنځته کولو پرځاى د توپک په زور رامنځته شوې او يا هم له بهر څخه په پيراشوټي توګه را ديسانت شوي مشران را باندې حاکمان وي. په ړوند تقليد پسې روان يو، په خوبونو باندي باور لرو، لوږه، ستونځې او بدبختي په تقدير ور اړوو او په وړاندې يې چوپ پاتې کيدل صبر او نيکي ګڼو. په دکيانوسي باورونو کې نښتي، پرديو خيراتونو ته ناست او له نړيوالې ټولنې سره د سيالي کولو وړتیا مو له لاسه ورکړي ده.

که مو کله هم د خپل ملي ويښتابه کچه دومره لوړه کړه چې مشرانو ته مو د د اساسي قانون له مخې واکونو او مسئوليتونو ترمنځ انډول رامنځته کړ او بيا مو له واکمنانو سره د احتساب معيارونه  هغې کچې ته ورسول چې د ولسي ملاتړ ګراف د هغوى په يوه کړنه باندې ښکته او پورته کيده، که مو کله هم په ټولنه کې د توپک په زور د واک ترلاسه کولو دود منفور عمل بلل کيده، نو پوه شئ چې د واک وږي او د جېبونو ډکوونکي سياستوال را باندي حکومت نشي کولاى، د استبداد مخه مو نيولې ده،  د خپلواکي او پرمختګونو په وړاندې مو هيڅ دښمن خنډونه نشي اچولاى ،ځکه چې ملت ويښ دى، مشران د احتساب په کټاره کې دريږي او د فساد مخنيوى شوى دى.

البته که لکه د اوس په څېر پاشلى ولس او په ړوند تقليد عادت ملت يو، له مشرانو څخه حساب نه غواړو، په تشو تشريفاتي القابو باندې يې نازو، امرونه يې له پوښتنې پرته په پټو سترګو منل لازم ګڼو، د مشرانو په سليقو او تګلارو باندي نقد ناروا کړنه ګڼو، د خپلو حقونو غوښتل له نظام سره د دښمني په مفهوم اخلو، نو د توپک له خولې څخه راوتلى حاکمان را باندي مسلط او ويده ولس به د ښه او بد ترمنځ له تفکیک پرته د ړوند تقليد له مخې ورپسې روان وى. هېواد به د خپلو او پرديو لخوا چور او افغانان به څه وخت وروسته لکه د افريقا د ويدو ولسونو په څېر د خپلو او پرديو لخوا لوټ شوي هېواد ته لاس تر زنې ناست وي او هيڅ به هم په لاس نه ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب