جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: طالبانو د دوحې په تړون کې د بشري حقونو د رعایتولو...

خلیلزاد: طالبانو د دوحې په تړون کې د بشري حقونو د رعایتولو ژمنه نه ده کړې

تاند (پنجشنبه، د میزان ۵ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د دوحې په تړون کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایتولو شرط نه دی اېښودل شوی.

ده دا خبره تېره شپه ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې په یوه اوږد پیغام کې کړې او زیاته کړې یې ده، د هغه پریکړه لیک په مسوده کې، چې د استازوجرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د جمهوریپال مشر مایک مکال له خوا وړاندې شوې، ویل شوي چې ګواکي طالبان به د دوحې له موافقې سره سم د اساسي بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو دریږي.

خو ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې هغه هیڅکله دا ادعا نه ده کړې چې طالبانو د دوحې په تړون کې داسي کومه ژمنه کړې، او د ده په قول، دا بیان بې اساسه او له حقیقت څخه لیرې دی.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ مه تېټه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره لاسلیک شو.

خلیلزاد لیکلي چې د دوحې تړون، چې ده او ملاعبدالغني برادر لاسلیک کړ، یوازې د ځواکونو د وتلو شرایطو ته اشاره کوي، په هغوی باندې د بریدونو نه کولو، او د القاعدې په ګډون ترهګرو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره وکاروي او د متحدو ایالتونو او د هغې د متحدانو امنیت وګواښي.

د خلیلزاد په وینا، طالبانو په هغه وخت کې موافقه کړې وه چې د افغانستان لپاره د نوي حکومت د جوړولو او د بشري حقونو د پالیسۍ په اړه به دوی، د هغه وخت له جمهوري حکومت او نورو افغانانو سره جلا خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهوریپالو او د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مک مکال یو ځل بیا د ولسمشر جو بایډن پر ادارې تور پورې کړی چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ګډوډ وتلو په اړه شفاف نه دی.

خو خلیلزاد وایي، د استخباراتو د کمزورتیا له امله د افغانستان د وتلو مرحله په یوه ناورین بدله شوه، ځکه دوی تصور نه کاوه چې د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې به د افغانستان حکومت په اسانۍ سره سقوط وکړي.

د امریکا د استازو جرګه د جمهوریپالو په کنټرول کې ده له همدې کبله غړي یې هڅه کوي چې له افغانستانه د ګډوډ وتلو پر سر د دیموکراتانو حکومت تر فشار لاندې راولي.

1 COMMENT

  1. دغه لعنتي دغه سوډر دغه خنزیرزاد🐖 دغه د اشرارو ژباړونکی! دغه د لعنتي یهودي مردارې وینې پیدا سوی. دغه حرمونی ده دغه په ځنځیر تړلی غلام دغه د افغانستان د ویجاړۍ مهندس ده. تف لعنت دده په نسل تف لعنت په هغه چا سي دغه سوډر خنزیر ته لاس ورکوي. دغه فاحشه ده دغه رڼډۍ ده دغه له ماشومتوبه موزي او کوني ده 😡🐖🤮

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب