جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې پرخوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

افغانستان کې پرخوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

تاند ( پنج شنبه ـ د میزان ۵مه) د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان ځېنو کلینیکونو کې پر خوارځواکۍ د اخته مېندو او ماشومانو شمېر دوه برابره شوی.

د خوړو نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ زیاتوالي لامل د مرستو کمېدل بولي.

دا په داسې حال کې ده ، چې څو ورځې وړاندې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق (یونېسیف) هم په اعلان کې ویلي وو، چې روان کال په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته نږدې ۳ نیم لکه افغان ماشومان درملنې لپاره په روغتونونو کې بستر شوي.

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق زیاته کړې وه، چې د دې ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړي خواړه خورا مهم دي چې باید ورکړل شي.

یونېسیف ویلي وو، چې اوسمهال یوازې دوی په افغانستان کې ماشومانو ته دا ډول خواړه چمتو کوي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه ځکه ډېره شوه، چې د نظر خاوندانو په باور بېکاري زیاته او ورځ نه بلې ته د بې وزلۍ کچه لوړېږي، چې له امله یې خلک نشي کولی خپلو کورنیو ته د اړتیا وړ خواړه په منظم ډول چمتو کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب