جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد عدالت نړیوالې محکمې ته د شکایت په غبرګون کې طالبان وايي،...

د عدالت نړیوالې محکمې ته د شکایت په غبرګون کې طالبان وايي، له چا سره تبیعضي چلند نه کوي

تاند (پنجشنبه، د میزان ۵ مه) وروسته له دې چې جرمني، کاناډا، هالنډ او استرالیا وویل چې له ښځو سره د طالبانو د جنسیتي تبعیض په اړه به د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي، د طالبانو د حکومت یو ویاند وویل، په افغانستان کې بشري حقونه خوندې دي او له چا سره تبعیضي چلند نه کیږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د (سپټمبر۲۶مه) پر خپلې ایکسپاڼې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په قول لیکلي، «د ځینو هیوادونو هغه تورونه بې بنسټه دي چې طالبان په جنسیتي تبعیض او د بشري حقونو په نقض تورنوي.»

د فطرت په وینا، یو شمیر هیوادونه د افغانستان پر ضد پروپاګند کوي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر د هالنډ، جرمنی، اسټرالیا او کاناډا له خوا د طالبانو د محاکمې د ګواښ په اړه د وروستي اقدام په اړه وویل چې د دې کار هدف د ښځو پر ضد د طالبانو د ناوړه قوانینو مخنیوی دی. کاسپر فیلډ کامپ د افغان ښځو او نجونو وضعیت وحشتناک وباله.

له بلې خوا د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو خلاف د جرمني، کاناډا، استرالیا او هالنډ‌ اقدام ښايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو لپاره د عدالت پیلامه وي.

د طالبانو ویاند په داسې حال کې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض او د بشري حقونو د نقض تورونه ردوي، چې نجونې یې له زده کړو محرومې کړي، ښځې یې له کاره ګرځولي، په پارکونو، حمامونو او ګڼو نورو عمومي ځایونو کې یې د هغوی پر تګ بندیز لګولی او په وروستیو کې یې د امربالمعروف نوی قانون اعلان کړ چې حتي د ښځو پر غږ هم بندیز لګوي.

طالبان خپلو دې ډول اعمالو ته د شریعت او دین نوم ورکوي خو د اسلامي نړۍ عالمان د طالبانو دا اقدامات له دین او شریعت سره بې ارتباطه بولي او ځینې خو حتي وايي چې د طالبانو دا ډول اقدامات د اسلام د بدنامۍ لپاره دي.

د طالبانو خلاف د عدالت نړیوالې محکمې ته د جنسیتي تبعیض په اړه د محکمې پرېکړه احتمال لري چې د طالبانو د حکومت انزوا لا ډېره کړي، له ګڼو هیوادونو سره د طالبانو د اوسني تعامل مخه ونیسي او دا امکان هم شته چې ډېرو هیوادونو ته د طالب چارواکو سفر منع کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب