Homeخبرونهد طالبانو مشر یو شمېر نور بندیزونه اعلان کړل

د طالبانو مشر یو شمېر نور بندیزونه اعلان کړل

تاند (پنجشنبه، د میزان ۵ مه) د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده د تازه فرمان پر اساس د حکومتي پروژو او ودانیو د پرانیستو په مناسبت د پټۍ پرې کول او له بوټونو سره دفترونو ته ننوتل منع شول.

د طالبانو د مشر په فرمان کې همداراز بوکسنګ یا سوکلوبه منع شوې ده.

دغه راز د ښوونکو او عاشقانو د ورځو په څیر د ورځو لمانځل هم “د شریعت خلاف” او “غیر اسلامي بلل شوي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده، د دې ډلې د امربالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت د وړاندیز پر بنسټ، د پروژو د پرانیستلو یا عملیاتو لپاره د پټۍ یا فتې پرې کول “غیر اسلامي” بللي او د هغو مناسبتونو، چې په اسلام کې نه شته، لمانځل “غیر اسلامي” بللي دي.

په دې فرمان کې، د طالبانو مشر په دفترونو کې په غالۍ باندې له بوټونو سره تګ “غیر اسلامي” او “د پیسو ضایع کول” بللي او دا کار یې منع اعلان کړ.

په حکم کې د بوکس د ممنوعیت په تړاو راغلي چې دا ورزش د ورزشکارانو د ټپي کیدو، ړوندوالي او حتي مرګ سبب کیږي، له همدې امله دا د اسلام ضد دی او د نه منلو سپورت دی او باید مخنیوی یې وشي.

د طالبانو مشر تر دې مخکې پر کراتې او یو شمېر نورو جنګي لوبو بندیز لګولی و.

1 COMMENT

  1. هماغه د جوزف سټالین لوبه او حکومتولي یې په ملت شروع کړې او کیدی شي ساه اخستل هم د کوم شرط په اساس کړي. نر غیرتي او مسلمان ملته دا مو غوښتل اوس ورته ټینګ شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...