جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+څېړنې بنسټونو اثر د څلورم ځل لپاره چاپ شو

څېړنې بنسټونو اثر د څلورم ځل لپاره چاپ شو

د څېړنې بنسټونه اثر په پوهنتونونو کې درسي کتاب دی چې د افغانستان په ځینو پوهنتونونو کې لوستل کېږي. کتاب د څېړنې اصولو په اړه لیکل شوی دی. لیکوال یې سید اصغر هاشمي دی او په ننګرهار کې د هاشمي کتاب پلورنځي له خوا چاپ شوی دی.

 له تاسو سره د کتاب یادښت شریکوو:

په ۱۳۹۲ لمریز کې د کابل پوهنتون پښتو ژبې او ادب په برخه کې له ماسټرۍ څخه فارغ شوم، د اړتیا په پام کې نیولو سره یو کال وروسته (د څېړنې بنسټونه) اثر لومړی چاپ محصلانو او د څېړنې مینه والو ته ولیکل شو، د ځینو ستونزو له امله په دویم چاپ کې ټول کتاب بدل شو او په نوې بڼه او منځپانګه دویم چاپ له زیاتونو او کمونو سره چاپ شو، د وخت په تېرېدلو سره د درېیم  ځل لپاره چاپ شو او دا دی د څلورم ځل لپاره چاپېږي. دغه چاپ له دویم او درېیم چاپ سره توپیر لري او د ټولنیزو علومو په برخه کې له نوو مفرداتو سره برابر درسي مواد لري. د پوهنتون استادان یې په پوهنتونونو کې تدریسولای شي او عام لوستونکي ترې هم ګټه اخیستلی شي. څېړنه له ځان څخه پیلېږي او په کایناتو پای ته رسېږي، که موږ په مادي شیانو هر څومره څېړنه وکړو او د ټولنې اړتیاوې پوره کړو، خو له دې څخه اړینه دا ده، چې د انسان معنوي اړتیاوې پوره کړو او په اخلاقیاتو، معنویاتو او ځان باندې هم څېړنه وکړو او ځان د نورو توکو په شان کشف کړو.

هر ډول اقتصادي پرمختګ او خودکفايي د څېړنې په وسیله تر لاسه کېږي او د سیاسي ستونزو د حل او د ټولنیزو پرمختیاوو لپاره څېړنه اړینه ده. که موږ وغواړو چې ځان له نړۍ سره سیال کړو، نو اړتیا لیدل کېږي چې نوی نسل مو له څېړنې سره اشنا شي، له مکتبونو څخه د څېړنې زده کړه پیل شي او په دوکتورا باندې پای ته ورسېږي، خو دغه پای به یې تخصصـي وي او په ازادانه توګه هر وخت باید د څېړنې په اړه نوي معلومات تر لاسه شي.

دغه اثر (څلورم چاپ) له مخکنیو (لومړی، دویم او درېیم) چاپونو څخه نوي مواد لري او ډېر هغه مسایل  ور څخه لېرې شوي دي چې د اوسنیو محصلانو لپاره نه پکارېدل. کتاب په داسې ډول لیکل شوی دی چې د ټولنیزو علومو په برخه کې ښه درسي او مرستندوی درسي اثر وي.

زه له ټولو څخه مخکې د الله تعالی شکر ادا کوم، چې له ما سره د علمي کارونو د تر سره کولو په وخت کې مرسته کوي او د خپلې تجربې پر اساس یې ویلای شم، چې د علمي کارونو د تر سره کولو په وخت کې زمان او وخت را باندې اوږدېږي او برکت کوي، په یو ساعت کې دومره علمي کار کولای شم چې په څو ساعتونو کې یې د تر سره کولو شونتیا نه وي، نو ځکه ویلای شم چې د الله له مرستې او توفیق څخه پرته موږ هېڅ کولای نه شو.

په درنښت

سید اصغر هاشمي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی