Homeخبرونهد بخښنې نړیوال سازمان: د تعلیم فعال فهیم عظیمي خوشي شو

د بخښنې نړیوال سازمان: د تعلیم فعال فهیم عظیمي خوشي شو

تاند (پنجشنبه، د میزان ۵ مه) د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د زده کړې د حق د فعال احمدفهیم عظیمي د خوشې کیدو خبر ورکړ.

دغه سازمان نن پر خپله ایکسباڼه د ښاغلي عظیمي د خوشي کېدو اعلان کړی خو دا یې نه دي ویلي چې نوموړی کله او چیرې خوشې شو.

احمدفهیم عظیمی د تېر کال د اکتوبر په ۱۷مه په کابل کې ونیول شو.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، عظیمي د نجونو او ښځو د زده کړې د حق لپاره کمپاین کاوه او باید په هېڅ ډول نه وای نیول شوی.

د عظیمي د کورنۍ غړو په وروستیو کې رسنیو ته وویل چې د هغه روحي او فزیکي حالت خراب شوی دی.

د اپرېل په لومړۍ نېټه، د طالبانو محکمې په غیاب کې احمدفهیم په یو کال بند محکوم کړ، خو ښاغلي عظیمي د طالبانو د محکمې پرېکړه ونه منله او استیناف یې وغوښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...