جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په ګوشته کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې...

د ننګرهار په ګوشته کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو یو سرتېری ووژل شو

تاند (پنجشنبه، د میزان ۵ مه) راپورونه وايي چې ننګرهار ولایت ته څېرمه پر ډیورند کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د ځایي سرچینو د راپور له مخې، نښته تېره ورځ د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په انارګي سیمه کې وشوه.

ویل کیږي چې د دې نښتې په پایله کې د “شهاب الدین” په نوم د طالبانو یو سرحدي ځواک ووژل شو.

تر اوسه د نښتې علت نه دی په ډاګه شوی، خو دا پېښه په داسې حال کې وشوه چې تېره اوونۍ په خوست ولایت کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ دې ته ورته نښته شوې وه.

د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی منعکسوي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې زیانمنې کړې دي.

په ځینې مواردو کې پاکستاني لوري په دې پلمه جګړه پیل کړې چې طالب ځواکونه ډیورند کرښې ته نژدې پوستې جوړوي خو دا په داسي حال کې ده چې په خپله یې د کرښې په اوږدو کې د ازغن سیم د غځولو ترڅنګ بې شمېرې پوستې په داسي حال کې جوړې جوړې کړي چې له افغانستان سره یې پرې هیڅ راز مشوره نه ده کړې.

2 COMMENTS

  1. یره دا خو چورلټه بې انصافي ده چې هغه تورمخي د انګرېز اولادونه د یوه وطن ځواکونه بولئ او د خپل وطن ځواکونه حتی د خپل وطن ځواکونه لا نه بولئ. خفه مو کړم.

  2. سرحدی سیموکې هسې ظاهرآ جګړه یوه سیاسی لوبه ده. دا لوبه خلکو ته تلقین کوی چې ګواکی طالبان پااکستان سره مخالف دی، دا چې یو څو افغان زلمیان وزل کیږی مهمه نه ده. پاکستان داسی ډیری لوبی په افغانانو وکړی. له ځوانانو مو هیله ده هسی ځان مرګ ته مه ورکوی پاکستان او طالب دواړه یو دی، دا جنګونه سیاسی چالونه دی تاسی پکی وژ لکیږی بس ده چی داشل کاله ووژل شوئ او آخر مو وطن ازاد نه بلکی دغلام غلام موکړ. شل کاله دهلمندی او قندهار ځوانانو وینی وبهیدی آخر وطن سل کاله شاته پریوت. د همدی جنګو له لاسه لنډغر را پیدا او فساد ښه پراخ خپور شو، که د هلمندی او کندهار ځوانانو انتحار او انفجار نه وای نه فساد و نه به لنډغر وو نه به غلا اورشوت اونه نااملنی دا ټول مصیببتونه دناامنیو له لاسه و

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب