جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+د علومو اکاډمۍ د بشري علومو په معاونیت کې افتخاري غړیتوب غونډه...

د علومو اکاډمۍ د بشري علومو په معاونیت کې افتخاري غړیتوب غونډه وشوه

سید اصغر هاشمي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په بشري علومو معاونیت کې د کونړ د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د استاد او د یاد پوهنتون د څېړنو د معاونیت مشر پوهندوی دوکتور سیداصغر هاشمي د افتخاري غړیتوپ په ویاړ د سند ورکړې ستاینغونډه جوړه شوه.

غونډه لومړی د قرآن عظیم شان په تلاوت سره پیل او بیا د بشري علومو مرستیال څېړنپوه دوکتور محمد علم اسحق زي د افتخاري غړیتوب د اصولو او شرایطو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او بیا يې د محترم دوکتور هاشمي د غړیتوب پروسه تشریح او دا یې د علومو اکاډمۍ لپاره ویاړ وګاڼه چې د هېواد نومیاليو او مشهورو څېرو لپاره د افتخاري غړیتوب د ورکړې په موخه غېږ پرانیستل شوې ده چې په دې لړ کې د هېواد مشهورو شخصیتونو، لکه پوهاند دوکتور نعمت الله شهراني، دوکتور محمد زرین انځور، اورنګزېب ارشاد او دا دی اوس پوهندوی دوکتور سیداصغر هاشمي ته دغه ستر ویاړونه ورکړل شول.

د ډاکټر اسحاق زي په وینا د علومو اکاډمۍ غېږ د هېواد ټولو فرهنګیانو، مؤرخینو، پوهانو او نومیالیو شخصیتونو ته پرانیستې او هر کله به یې په خدمت کې وي.

تر ډاکټر اسحق زي وروسته د پښتو څېړنو د نړۍ وال مرکز مشر اکاډمیسین څېړنپوه دوکتور سیدمحی الدین هاشمي د یادې پروسې په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او پوهندوی سیداصغر هاشمي يې د هېواد وتلې او کاري څېره یاده کړه او غوښتنه يې وکړه چې نوموړی یوازې پر علمي غړیتوب بسنده نه شي، بلکې په دې برخه کې له علومو اکاډمۍ سره په همغږۍ یوه علمي او وزمینه پروژه واخلي او په هر اړخیزه توګه یې وڅېړي.

تر هاشمي وروسته د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیس ښاغلي څېړنپوه ډاکټر سید نظیم سیدي وینا وکړه او د علومو اکاډمي په کارونو یې هر اړخیز بحث وکړ او خپل همکاران یې لا علمي ـ فرهنګي کارونو ته متوجه کړل.

په پای کې ښاغلي پوهندوی سیداصغر هاشمي لومړی له علومو اکاډمۍ او بیا له ټولو مشرانو او ګډونوالو څخه مننه وکړه او ټینګار يې وکړ چې نوموړی به د علومو اکاډمۍ او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د اتصال کړۍ رول ولوبوي او هڅه به وکړي چې د دغو دواړو ارګانونو ترمنځ د علمي همغږۍ او فعالیتونو لړۍ لا پراخه او ګړندۍ کړي او د دې ترڅنګ د علومو اکاډمۍ له خوا به ورکړل شوې چارې په سمه او اکاډمیکه توګه ترسره کوي.

په پای کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

د علومو اکاډمۍ افتخاري غړیتوب

له پخوا څخه مې هیله درلوده چې د علومو اکاډمۍ غړی شم، خو د تقدیر فیصله داسې وه چې زه باید په پوهنتون کې پاتې شم، د همدې مینې له امله مې څو میاشتې مخکې د خپلو علمي کړنو او اثارو لیست علومو اکاډمۍ ته د افتخاري غړیتوب لپاره ورکړ. د لیکل شویو اثارو د ارزیابۍ لپاره د اکاډمۍ په علمي شورا کې څو کسیز هيت وټاکل شو، د هيت له ارزیابۍ څخه وروسته پرېکړه علمي شورا ته ورکړل شوه، له مثبتې ارزیابۍ څخه وروسته د علومو اکاډمۍ افتخاري غړیتوب راکړل شو. پنځلس کاله کېږي چې زه علمي کار کوم، د لومړي ځل لپاره د علومو اکاډمۍ د غړیو او ملګرو لخوا تشویق شوم، دا په دې دلالت کوي چې دوی له علم سره مینه لري او علم، لیکوال او څېړونکی ورته ارزښت لري. له علومو اکاډمۍ سره وعده کوم چې له دوی سره به د علمي کارونو په برخې کې مرسته کوم، دا به په ځان پور ګڼم چې اکاډمۍ ته کار وکړم او د دوی حق ادا کړم.

دغه افتخاري غړیتوب په لاندې علمي کړنو ورکړل شو:

په نړیوالو ژورنالو کې چاپ شوې مقالې

د سید اصغر هاشمي په نړیوالو ژورنالونو کې لږو ډېرې (۲۵) مقالې چاپ شوي دي. کله چې د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون پر استادانو د نړیوال ژورنال مقالې اړینې وګڼلې، له هماغه ورځې دغه مقالې د اړتیا له مخې لیکل شوې او خپرې شوې دي. د سید اصغر هاشمي د نړیوال ژورنال مقالې په یوې ځانګړنې ټولګې کې چاپ شوي دي چې کتاب یې په کتاب پلورنځیو کې پیدا کېږي، د ټولګې نوم (په نړیوالو ژورنالونو کې د سید اصغر هاشمي چاپ شوې مقالې) دی، دغه مقالې په لاندې ډول دي:

  • A Research on humanism in the Zoroastrian Gathas
  • Research on (Dream) in Ustad Shpoon (Refugee Dream) Poem
  • Philosophical Study of Figures in Mirza Khan’sPoems
  • Studying of Archetypes in (Khkola Wagma)
  • A Comparison between Amir Karoor and Emra-ul-Qais
  • In ‘Sultan’ Epic ‘Human is Human’s Hell!’
  • Analytical Study of Sulaiman Layeq’s Quatrain
  • Some Humanistic Thoughts in Gul Pacha Olfat’s Prose
  • The Perfection Stages of Dr. Mojawar Ahmad Zeyar’s research and creation
  • Relationship of Literature and Psycholog
  • Comparative Analysis of Psychological thoughts in Gul Pacha Ulfat’s Creation
  • Key Elements of Literary Theory
  • Researching the Philosophy of Compulsion in One quatrain Khushal’s
  • The relationship of Cause and Effect in Research
  • Researching four elements in several couplets of Daulat Lawaani
  • Comparative Analysis of Psychological thoughts in Gul Pacha Ulfat’s Creation
  • The relationship of Cause and Effect in Research
  • Fact of Human and vision of human World in Gatha

And atc…

***

د څېړنې په اړه یې چاپ شوي اثار

د څېړنې په اړه یې چاپ شوي اثار په پوهنتونونو کې تدریسېږي، په دې کې ځینې اثار یې څو څو ځله چاپ شوي دي. د څېړنې په اړه یې دغه کتابونه چاپ شوي دي:

  • د څېړنې بنسټونه
  • د تحقیق اصول
  • د تېزس لیکنې لارښود
  • د مقالې لیکنې بنسټونه
  • د مونوګراف او سېمینار لارښود
  • د متن څېړنې مېتودولوژي

***

چاپ شوې علمي او اکاډمیکې مقالې

د علومو اکاډمۍ کابل مجلې، د کابل پوهنتون وږمې مجلې، د پېښور پوهنتون پښتو مجلې او په داسې نورو رسمي مجلو کې یې ډېرو ډېرې ۴۰ مقالې چاپ شوي دي. په دغو مقالو کې ډېرې یې د څېړنې په اړه دي.

د علومو اکاډمۍ په کابل مجله کې د ځینو مقالو نوم، کال، ګڼه او مخونه په لاندې ډول دي:

  • ګل پاچا الفت او پیداګوژیکي نظریات، ۱۳۹۴، ۱۰ ګڼه، ۶۶ مخ.
  • د خوشحال په بولـلو کې نوښت، ۱۳۹۴، ۱۱ ګڼه، ۴۱ مخ.
  • د عبدالله بختاني د ځینو منظومو ژباړو هنر، ۱۳۹۵، ۲ ګڼه، ۱۰ مخ.
  • د شاعرۍ درې لارې، ۱۳۹۵، ۴ ګڼه، ۱۰۹ مخ.
  • د ګل پاچا الفت په شعرونو کې فلسفي څرکونه، ۱۳۹۵، ۵ ګڼه، ۱۰۸ مخ.
  • د امرالقیس او امیر کروړ پرتلنه، ۶ ګڼه، ۵۱ مخ.
  • د څېړنې اړیکې له نورو علومو سره، ۱۳۹۵، ۷ ګڼه، ۴۱ مخ.
  • د مقالې لیکنې اساسي توکي، ۱۳۹۵، ۸ ګڼه، ۶۷ مخ.
  • د څېړنیزې موضوع غوراوی، شرایط او لارې چارې، ۱۳۹۵، ۹ ګڼه، ۳۸ مخ.
  • له اقتباسه د استفادې لارې چارې، ۱۳۹۵، ۱۱ ګڼه، ۶۶ مخ.
  • په څېړنې کې د موضوع ټاکلو ستونزې، ۱۳۹۶، ۱ ګڼه، ۶۳ مخ.
  • د څېړنې او پنځونې د لوړتیا او زوړتیا پړاونه، ۳ ـ ۴ ګڼه، ۲۲ مخ.
  • د پوهاند زیار د څېړنو او پنځونو پرلپېیلي پرمختیايي پړاونه، ۱۳۹۶، ۵ ګڼه، ۱۷۰ مخ.
  • په څېړنې کې د خاکې ارزښت، ۱۳۹۶، او ۸ ګڼه، ۱۶۹ مخ.
  • په څېړنه کې د فرضيي ارزښت، ۱۳۹۶، ۱۱ ګڼه، ۱۳۵مخ.
  • د ګل پاچا الفت په هنري نثرونو کې د ازادۍ غوښتنې پیغام، ۱۳۹۷، ۱ ګڼه، ۱۸۳مخ.
  • د غني خان او ګل پاچا الفت د شعرونو شکلي جوړښت څېړنه، ۱۳۹۷، ۲ ګڼه، ۱۲۰ مخ.
  • د تیزس د معنوي جوړښت شننه، ۱۳۹۷، ۳ ګڼه، ۱۶۱ مخ.
  • د ګل پاچا الفت په نثرونو کې ځینې هیومانیستکي افکار، ۱۳۹۷، ۴ ګڼه، ۷۶ مخ.
  • د ادبیاتو او سایکالوژۍ اړیکې، ۱۳۹۸، ۳ ګڼه، ۱۲۰ مخ.
  • د ماخذ لیکنې ارزښت.
  • د ګل پاچا الفت په شعرونو کې د ویښو زلمیانو د اهدافو څېړنه.
  • د خوشحال خان خټک په طب نامه کې نویو طبي حقایقو څېړنه.
  • د کاوون توفاني د شعرونو منځپانګیزه څېړنه.
  • د حماسې، حماسي شعر او ویاړنې توپیر او تړاو.
  • د عبدالرحمان بابا په شعرونو کې د انسان دوستۍ څېړنه.
  • له اقتباسه د استفادې لارې چارې.
  • په څېړنه کې د علت او معلول اړیکې.
  • په څېړنې کې د فرضيي ارزښت.
  • او داسې نور….

***

چاپ شوي اثار

د سید اصغر هاشمي (۶۰) څېړنیز، علمي او ژباړل شوي اثار چاپ شوي دي. په لسګونو کتابونو څخه په درسي او مرستندوی درسي اثارو په ډول ګټه اخیستل کېږي.

د چاپ شوو کتابونو لیست او په اټکلي ډول یې مخونه:

  • په پښتو شعر کې انسان دوستي ـ د دوکتورا اثر دی، په دوو جلدونو۱۵۰۰ مخونو کې چاپ شوی دی.
  • عثمانیه خلافت/۷۰۰
  • د پښتو نظم تاریخ/۲۵۰
  • د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګیزه او جولیزه څېړنه/۳۰۰
  • ادبي وړانګې/۱۵۰
  • د الفت مرغلرې/۱۲۰
  • شعر پوهنه/۱۳۰
  • د څېړنې بنسټونه/۳۷۰
  • بولـله له پیله تر خوشحاله/۳۰۰
  • ادب پوهنې آرونه/۲۰۰
  • غني خان فلسفي شاعر/۱۰۰
  • ادبي مرغلرې/۱۲۰
  • ادبي دورو ټاکنه/۸۰
  • د پښتو ژبې ادبي سرلاري/۸۰
  • د لیک او لوست اسانه زده کړه/۵۰
  • د استاد الفت په شعرونو کې د ویښو زلمیانو اهداف/۱۱۰
  • د مونوګراف لیکلو لارښود/۱۳۰
  • د مونوګراف او سیمینار لارښود/۱۳۰
  • قرآن کریم طبي اعجاز/۱۰۰
  • د مقالې لیکنې بنسټونه/۷۰
  • د متن څېړنې بنسټونه/۸۰
  • د تحقیق اصول/۳۰۰
  • د تېزس لیکنې لارښود/۱۲۰
  • د شعر تیوري/۱۲۰
  • رنګونه مشالونه/۱۴۰
  • د علامه اقبال په شعرونو کې خودي/۷۰
  • د ګل پاچا الفت د هنري نثرونو څېړنه/۲۸۰
  • د حماسې رواني څېړنه/۱۵۰
  • ادبیات، انسان، خوبونه او ارکي ټایپونه/۱۴۰
  • د مرګ او ژوند ډیالکټیک/۱۸۰
  • برخلیک/۶۰
  • د فکر بیان/۵۰
  • د فکر پلوشې/۱۵۰
  • ادبي يون/۶۰
  • غوره فکرونه/۸۰
  • د هستۍ رازونه/۷۰
  • انسان څوک دی؟/۷۰
  • ولسمشـر ته لیکونه؟/۷۰
  • پتیرا او یوش مکالمې/۱۰۰
  • د بهلول نصیحتونه/۱۰۰
  • د حضـرت محمدصلی الله عليه وسلم لنډ ژوند لیک/۴۰
  • د حضـرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه لنډ ژوند لیک/۴۰
  • د حضـرت عمر رضي الله عنه لنډ ژوند لیک/۴۰
  • د حضـرت عثمان رضي الله عنه لنډ ژوند لیک/۴۰
  • د حضرت علي کرم الله وجهه لنډ ژوند لیک/۴۰
  • د ادبي ژانرونو لنډه پیژندنه/۷۰
  • د ادبي اصطلاحاتو سیندګی/۱۳۰
  • د استاد ګل پاچا الفت ستاینې/۱۱۰
  • د استاد الفت د شعرونو منتخبات/۳۵۰
  • ادبي ترمینالوژي/۱۰۰
  • سیندونه او اندونه/۴۰۰
  • مونولوګ/ ۶۰
  • (زه) څوک دی؟/ ۱۵۰
  • د سیندونو سرودونه/ ۱۰۰۰
  • د پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار د اتیایم زېږ پسرلي د یاد غونډې د لیکنو، ویناوو او پیغامونو ټولګه/۱۴۰
  • د ګل پاچا الفت ادبي مرغلرې/۶۰۰
  • د محمد اکبر کرګر داستاني کلیات/۷۰۰
  • ادبیات، انسان او فلسفه
  • او داسې نور…

***

د علومو اکاډمۍ ادبي دایرت المعارف ته لیکل شوې مقالې

د علومو اکاډمۍ ادبي دایرت المعارف ته لږو ډېرې ۷۰ مقالې لیکلي دي.

له نړیوالو مقالو څخه په معتبرو اثارو کې ګټه اخیستل

له دوو نړیوالو مقالو څخه یې په نړیوالو درسي اثارو کې ګټه اخیستل شوې ده، دغه مقالې په لاندې ډول دي:

  • Philosophical Study of Figures in Mirza Khan’sPoems
  • The Perfection Stages of Dr. Mojawar Ahmad Zeyar’s research and creation

***

په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون

د پاکستان په دوو نړیوالو کنفرانسونه کې یې برخه اخیستې ده او په دواړو کنفرانسونو کې یې مقالې لیکلي او وړاندې کړي دي.

داخلي ملي کنفرانسونه

سید اصغر هاشمي په لسګونو داخلي ملي او بین المللي کنفرانسونو کې برخه اخیستې ده، هر کنفرانس کې یې علمي مقاله لیکلې ده، د بېلګې په ډول:

د علومو اکاډمۍ له خوا په ملي کنفرانس کې (د مهاجرت ادبیات) تر سرلیک لاندې مقاله یې لیکلې وه. د مقالې سرلیک یې:

  • د مهاجرت پر ادبیاتو رواني اغېزې

د علومو اکاډمۍ له خوا په بین المللي کنفرانس کې د (میرزا خان انصاري) تر سرلیک لاندې مقاله یې لیکل ده. د مقالې سرلیک:

  • د میرزا خان انصاري په شعرونو کې د شمېرو فلسفي څېړنه

***

په پوهنتونونو کې د څېړنې په اړه کنفرانسونه ورکول

سید اصغر هاشمي په خپل پوهنتون او په نورو پوهنتونونو کې په لسګونو علمي کفرانسونه ورکړي دي، دغه کنفرانسونه د څېړنې په اړه هم ورکړل شوي دي، چې ښه بېلګه یې په لغمان پوهنتون کې (په ټولنیزو علومو کې د څېړنې لارې چارې) او په نورستان پوهنتون کې (د علمي مقالې لیکنې لارې چارې) دي.

***

د څېړنې او نورو درسي اثارو په اړه آن لاین درسونه

سید اصغر هاشمي د څېړنې مېتودولوژي او د پوهنتون د نورو مضمونونو په اړه آن لاین درسونه لري. له دغو درسونو څخه په آن لاین ډول ګټه اخیستل کېږي او پوهنتونونو ته په سي ډي ګانو کې ورکول شوي دي. د څېړنې په اړه شل درسونه او نورو مضامینو په اړه درسونه په (asgharhashimi academy) یوتوب چاينل څخه تر لاسه کولای شئ.

***

له پښتو څخه نورو ژبو ته ژباړل شوي اثار

د سید اصغر هاشمي څو کتابونه د اړتیا پر بنسټ له پښتو څخه نورو ژبو ته ژباړل شوي دي، دغه اثار په لاندې ډول دي:

  • غوره فکرونه اثر له پښتو څخه انګلیسي ته ژباړل شوی دی.
  • غوره فکرونه اثر له پښتو څخه فارسي دري ته ژباړل شوی دی.
  • د قران کریم طبي اعجاز له پښتو څخه فارسي ـ دري ته ژباړل شوی دی.
  • د تحقیق اصول له پښتو څخه فارسي ـ دري ته ژباړل شوی دی.

غیر رسمې مقالې

د سید اصغر هاشمي په سلګونو مقالې په ان لاین ویبپاڼو او نورو مجلو کې چاپ شوي دي، دغه مقالې په ګوګل کې پیدا کولای شئ، همدارنګه تاند، نن ټکی اسیا او داسې نور ان لاین ویبپانې ورپسې کتلای شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب