جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهیوازینی اروپايي هیواد چې لا یې هم د اعدام سزا نه ده...

یوازینی اروپايي هیواد چې لا یې هم د اعدام سزا نه ده لغوه کړې

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه) په نړۍ کې د اعدام سزا مخ په ختمېدا ده، د نړۍ په درو کې په دوه برخې هیوادونو کې د اعدام سزا لغوه شوې ده.

۲۰۲۳ کال په ټولو شرایطو کې د اعدام سزا د لغوه کېدو په اړه د اروپا د بشري حقونو د کنوانسیون د دیارلسم پروتوکول د لازم الاجرا کېدو ۲۰ کاله پوره شول.

تر دې دمه د اروپايي شورا ۴۴ غړو هیوادونو د اعدام سزا په بشپړ ډول لغوه کړې ده.

اروپایی ټولنه په ملګرو ملتونو کې د دایمي څارونکې په توګه د اعدام د سزا د ختمولو لپاره د هر ډول اقدام ملاتړ کوي.

سربیره پر دې، د اروپا پارلمان په دې اړه پریکړه لیکونه تصویب کړي او د هغو هیوادونو د کړنو غندنه کوي چې لاهم د اعدام سزا اجرا کوي.

خو یوازینی هیواد چې په اروپا کې د اعدام سزا لا هم تطبیق کوي هغه بیلاروس دی.

په ۲۰۲۳ کې په دغه هیواد کې یو تن په اعدام محکوم شو.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په همدې کال کې په بیلاروس کې هېڅوک اعدام شوي نه دي. په بیلاروس کې د اعدامونو وروستۍ بېلګه په ۲۰۲۲ کال کې وه.

بیلاروس د اروپا د بشري حقونو کنوانسیون نه مني.

په دې هېواد کې د اعدام سزا څنګه ده او څوک ورڅخه معاف دي؟

د بیلاروس جمهوریت د اساسي قانون د ۲۴مې مادې له مخې، تر هغه چې د اعدام سزا په تدریجي ډول لغوه کېږي، د ځینو جدي جرمونو په برخه کې د اعدام سزا په استثنايي ډول عملي کېږي.

په بیلاروس کې، د اعدام سزا د خلکو له حضوره پرته په ډزو ورکول کېږي.” همدارنګه، د هر محکوم لپاره د اعدام سزا په جلا توګه او د نورو محکومانو له حضوره پرته اجرا کېږي.

ښځې او هغه نارینه چې د جرم په مهال یې عمر ۱۸ ته نه وي رسیدلی او همداراز هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۵ ډېر وي، نه اعدامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب