جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+له ژونده تللي...‎ |  زهير سپېڅلی

له ژونده تللي…‎ |  زهير سپېڅلی

څوک/څه چي مو له ژونده لاړل/وتلي دي، له زړه او ذهنه ئې هم وباسئ!
بيا ئې مه يادوئ!
ځان ته دا سزا مه ورکوئ!
هغه خاطرې او يادونه ئې هم هېر کړئ، چي په تېر کي مو ساتي او خوږ ژوند مو تريخوي.
حتا هغه څه ته هم مه ګورئ، چي د هغو يوه خاطره يا ياد ورسره تړلی او تاسو ته په يو ډول نه، يو ډول هغوی دريادوي، تېر ته مو ستنوي او مړه اور ته پوکي ورکوي.
ځيني څه/څوک چي يو ځل لاړ شي؛  بيا نه راځي.
داسي وګڼئ، چي نور ستاسو لپاره مړه دي، هر څه ئې تر خاورو  ورسره لاندي کړئ!
مړي بيرته نه دي راغلي او نه څوک مړو ته انتظار کوي.
د هغه څه/چا هيله او انتظار مه کوئ، چي بيرته لاس ته نه درځي.
تېر هېر کړئ!
په تېر کي مه اوسئ!
خپل ځان په تللو/بايللو پسي مه بربادوئ او مه چا ته دا موقع ورکوئ، چي تاسو برباد وويني.
ستا په بربادۍ دوست خفه او دښمن خوشحاله کېږي.
مه دوست خفه کوه او مه دښمن  خوشحاله کوه.
دا دومره مخلصه زمانه نه ده، چي ستا له بربادۍ سره بل هم ځان برباد کړي؛ حتا ځيني ستا په بربادۍ ځان ابادوي.
ژوند ته له نوي اړخه او له نوي انداز سره راشئ!
خپه کړي ژوند ته په خوښۍ غېږ ورکړئ او ورسره وخاندئ!
تللو/بايللو ته دا ثابته کړئ، چي بې تاسو  هم  ژوند کېږي.
خپل ژوند په هيچا پوري دومره مه محدودوئ، چي بيا بې هغه ژوند درته ګران او نه کېدونکی شي.
راشئ!
داسي ژوند جوړ کړئ او داسي ژوند وکړئ، چي له تاسو تللو ته داسي سزا شي، چي  په تاسو پسي هره شېبه  ارمان وکړي او تاسو  وغواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب