سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeادبډيالوګ/ راځئ لنډه کیسه ولیکو/ نصیر احمد احمدي

ډيالوګ/ راځئ لنډه کیسه ولیکو/ نصیر احمد احمدي

ډيالوګ د کرکټرونو خبرو ته وايي، يا به له ځان سره غږيږي او يا هم له نورو سره.

له ډيالوګونو پرته هم کيسه ليکل کيدای شي، خو د خوند له اړخه به کمزورې وي، ځکه ډيالوګ کيسه ژوندۍ کوي، په حرکت يې راولي او له يورنګه والي څخه يې ساتي.

د ډيالوګ ليکنې په برخه کې بايد ځينې ټکي په پام کې ونيسو.

١_ جلات خان کلي ته راغی، تر غرمې يې ناروغان وکتل،  ماسپښين له کوره ووت، په پټي کې يې دهقان وليد، ورغی، له سلام وروسته پر پوله ورته کېناست، دهقان ته يې وکتل، ځمکه يې اړوله،  پر سپيره غاړه يې مړې خولې راماتې وې…

جلات خان وويل:

_ ولې له نوې زراعتي ټکنالوژۍ څخه استفاده نه کوې؟

دهقان پر خپل تندي لستوڼی تېر کړ، په خندا يې وويل:

_ ډاکټر صاحب!  نوې زراعتي ټکنالوژي پيسو ته ضرورت لري، زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی. تراکتور او نور عصري  زراعتي وسايل نه شو اخيستلای.

دې ډيالوګونو مو په ذهن کې کومې پوښتنې را ولاړې کړې؟

بېرته به د ډاکټر خبرې ته راوګرځو:

_ ولې له نوې زراعتي تګنالوژۍ څخه استفاده نه کوې؟

جلات خان ډاکټر دی، په ښار کې يې پوهنتو ن ويلی او ډېر کم کلي  ته راځي. د ده له خولې د ټکنالوژۍ ټکی بد نه ښکاري، له منطقي اړخه هم کومه ستونزه نه لري، ځکه دی لوستی دی او په داسې محيط  کې يې زده کړه کړې چې هلته يې د ( ټکنالوژۍ ) په څېر نور ډېر پيچلي کلمات او لغتونه اوريدلي او د ده په ذهن کې ناست دي.

اوس به د د هقان خبره راواخلو:

_ ډاکټر صاحب!  نوې زراعتي ټکنالوژي پيسو ته ضرورت لري، زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی. تراکتور او نور عصري  زراعتي وسايل نه شو اخيستلای.

دا ډيالوګ د مانا او ګرامر له اړخه کومه ستونزه نه لري، خو زموږ ډېره برخه دهقانان نالوستي دي، ټول عمر يې د پټيو په اړولو او زراعتي کارونو کې تېرېږي، نه يې د ټکنالوژۍ نوم اوريد لی او نه يې هم په مانا پوهيږي. نو د يوه دهقان له خولې د دارنګه کلماتو راوتل له منطقي پلوه د باور وړ نه دي. که يولوستی کس  له دهقان څخه وپوښتي:

_ ولې له نوې زراعتي ټکنالوژۍ څخه استفاده نه کوې؟

د دهقان لومړی پوښتنه به  دا وي؟

_ څه؟

لوستی کس اړ دی چې د نوې زراعتي تګنالوژۍ په اړه لنډ توضيحات ورکړي.

_ يعني، تراکتور، ټرېشر، د غنمو د ريبلو ماشينونه….

دهقان په ساده ژبه ځواب ورکوي:

_ ډاکټر صيب!  دا شيان پيسې غواړي، موږ د بيګاه نه لرو، ټريکټر او نور ماشينونه نه شو اخيستلای.

له دې مثال څخه هدف دا دی چې په کيسه کې بايد هر څوک له خپلې پوهې او ټولنيز موقف سره  سم وغږوو. ان د دوی له ډيالوګونو څخه هم  بايد د دوی سويه مالومه شي او  خپل کرکټر داسي وغږوو چې  خبرې او مالومات يې د دوی له پوهې  او ټولنيز ژوند سره سم وي.

٢_ په ډيالوګونو کې بايد د تکراري خبرو مخه ونيسو.

احمد:

_ په کور کې څه خبرې وې؟

محمود:

_ په کور کې کراره کراري وه.

دوهم ډيالوک ” په کور کې ” د لومړي ډيالوګ تکرار دی.

ليکو:

_ کراره کراري وه.

لوستونکی پوهيږي چې هدف “کور ” دی، ځکه په لومړي ډيالوګ کې ياد شوی، نو له تکرار څخه  يې بايد ډډه وکړو.

٣_ يو مثال:

احمد: څنګه! زموږ سيمه دې خوښه شوه؟

محمود: هو والله! سيبانو يې ډېر خوند راکو.

احمد:   ګرمي نه ده؟

محمود. يه!

فکر وکړﺉ!  محمود به د کوم ځای وي؟

د کندهار د ځينو سيمو اوسيدونکي “مڼې ” د ” سيبانو ”  په نوم پېژني  او د ” نه ” پر ځای  ” يه” وايي.

دلته د دې يادونه ونه شوه چې محمود د کوم ځای اوسيدونکی دی، خو د هغه له لهجې څخه پوه شوو چې په کندهار پورې اړه  لري.

په ډيالوګونو کې د هرې سيمې اوسيدونکي بايد د هغوی په خپله ژبه وغږوو. دا کار کيسې ته خوند ور بخښې او د کيسې منطق پياوړی کوي.

شايد پوښتنه پيدا شي چې ډېر کلمات او اصطلاحات عام فهمه نه دي، يواځې په يوې سيمې پورې اړه لري  او ټول لوستونکي نه پرې پوهيږي.

که موږ کومه مقاله ، د مکتب کتابونه او يا  هم تحقيقي رپوټ ليکو،  نو د سيمه ييزو کلماتو او اصصلاحاتو راوړل به مناسب نه وي، خو ادبې ليکنې داسې نه دي، ادبې ليکنې هغه وخت خوندورې راځي چې نوي کلمات او اصصلاحات ولري، نويو سيمو ته مو ورولې او له نويو لهجو، تصويرونو  او رواجونو سره مو اشنا کړي.

خو شرط يې دا دی چې د نويو نومونو، کلماتو او اصطلاحاتو تر څنګ بايد په قوسونو کې د دغو کلماتو او اصطلاحاتو هغه  نومونه هم وليکو چې د هرې سيمې لوستونکو ته د پوهاوي وړ وي.

٤: د شخړو او جدې موضوعاتو په بيانولو کې مقابل کس په طبيعي توګه زموږ په خبرو کې رالويږي، دی دومره صبر نه کوي چې زموږ خبرې خلاصې شي او دی د خبرو وار ونيسي. نو کله کله په کيسه کې د ډيالوګونو قطع کول  او په خبرو کې د مقابل لورې ورلوېدل طبيعي  ده او بايد په ډيالوګونو کې په پام کې ونيول شي.

مثلا:

احمد غواړي ښار ته لاړ شي، دی د کرايي موټر د مخې په سيټ کې ناست دی، محمود راځې او ورته وايي چې د مخې سيټ ده  نيولی.

محمود : وه وروره، دا څادر نه وينې!  دا مې ځکه د مخې په سيټ کې ايښی چې دا ځای زما دی.

احمد:  ته تر اوسه چېرته وې، ما دا ځای تر تا مخکې نيولی، زه خو څه مفت نه ځم، کرايه ورکوم، د شا سيټونه خالي دي، ځه با با خپل کار دې کوه! والله که مې د تا  پلار له دې ځايه جګ کې….

په  طبيعي توګه محمود د مقابل لورې اوږدې خبرې نه اوري، ځکه دی د احمد په لومړنۍ جدي خبره  عکس العمل ښکاره کوي، لکچر ته يې نه پريږدې او د هغه په خبر ه کې ورلويږي.

محمود : وه وروره، دا څادر نه وينې!  دا مې ځکه د مخې په سيټ کې ايښی چې دا ځای زما دی.

احمد: د شا سيټونه خالي دي، ته کولی شې چې هلته کينې

محمود: ولې! ته تر ما ښه ځوان يې!

احمد: ته تر اوسه چېرته وې، ما دا ځای تر تا مخکې نيولی

محمود: نو ته ړوند يې، څادر نه وينې!

احمد: زه خو څه مفت نه ځم، کرايه ورکوم…

محمود: په خبره نه پوهيږې!

احمد:  والله که مې د تا  پلار له دې ځايه جګ کې.

محمود: پلار ته مه تېريږه، اوس به مالومه شې چې سيټ د چا دی.

خو کله کله د ضرورت له مخې يو څوک بايد اوږدې خبرې وکړې. د بيلګې په توګه که يو په خبره پوه سپين ږيری يا  عالم  نصيحت کوي او يا هم کوم استاد درس تشريح کوي،  له منطقي پلوه د هغوی  په خبرو کې ور لوېدل طبيعي نه ده، خو دا ډيالوګ هم د ماتولو لارې لري. دا ډول ډيالوګونه بايد په يوه عمل مات شي.

لکه:

استاد وټوخل، د مېز پر سر ايښی ګيلاس يې ورپورته کړ، دوه درې غوړپه اوبه يې تر ستوني تيرې کړې او خپلې خبرې يې پسې وغځولې:

٥: ډيالوګونه بايد لنډ وي، ځکه په  عادي ژوند کې څوک اوږدې خبرې نه کوي، له بلې خوا اوږده ډيالوګونه، لوستونکی ستړی کوی، طبيعي نه ښکاري، د کرکټر د پيل جمله يې له ياده وځي او د کيسې خوند له مينځه وړي.

احمد: د ټکسي کرايه لرې؟

محمود: خپل موټر راسره دی.

احمد: لاره خامه ده؟

احمد: هو! خو ټوله نه.

٦: هيڅکله د ډېرو کرکټرونو خبرې يو ځای مه راوړی،په دې مانا چې ډيالوګونه د ليست په بڼه مه ليکی،  ځکه دا کار له لوستونکو لاره ورکوي،  دوی نه پوهيږي چې دا خبره د کوم کرکټر له خولې را ووته. خو که د مجبوريت له مخې په کيسه کې  تر دوو زيات کرکټرونه غږوو،  بايد څه وکړو؟

بېلګه:

په يوه کيسه کې څلور کرکټره لرو، دوی ټول پر پوله ناست دي او د وچکالۍ غم ورسره دی. .

_ ياره لکه چې سږ کال وچکالي راغله.

_  هو! د کارېزه اوبه هم کمې دي.

_ څه به کوو! فصلونه وچ شول.

_ مه وارخطاه کيږه.  ما يې فکر کړی دی.

دا سمه ده چې دا ډيالوګونه هوايي نه راځې، بلکې مخکې له مخکې ويل کيږي چې څوک سره ناست دي او د څه په اړه خبرې کوي، خو له دې سره سره، بيا هم له لوستونکي لاره ورکوي او په دې نه پوهيږي چې کومه خبره د کوم کرکټر ده.

د دې ستونزې د هواری يوه لاره داده چې کرکټرونه په خپلو خبرو کې د يوبل نومونه واخلي.

_ ياره لکه چې سږ کال وچکالي راغله.

_ احمد رښتيا وايي، د کاريزه اوبه هم کمې دي.

_محموده! څه به کوو، فصلونه وچ شول!

_ شريفه! مه وارخطا کيږه! ما يې فکر کړی.

که څه هم چې په هر ډيالوګ کې د نومونو يادول ښه نه راځې ، خو بيا هم تر دې غوره  ده چې د ډيالوګونو  اوږد ليست ولرو او  ويونکي  مالوم نه وي.

بله لاره:

د ډيالوګونو په مينځ کې د تصويرونو ورکول، کرکټرونه راپېژني.

_ ياره لکه چې سږ کال وچکالي راغله.

محمود وټوخل، سر يې وځوځاوه، ورو يې وويل:

_احمد رښتيا وايي، د کارېزه اوبه هم کمې دي.

شريف مخامخ ولاړې رشقې  ته وکتل، ژېړه ورته واېسېده، محمود ته يې مخ ور واړاوه:

_ څه به کوو؟ فصلونه وچ شول. .

_ مه وارخطا کېږه، ما يې فکر کړی.

او يا هم نورې لارې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب