پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبژبه او لیکدودشن" که "سيون" وليکو؟ | عبدالنافع همت"

شن” که “سيون” وليکو؟ | عبدالنافع همت”

په انګرېزي ژبه کي (tion) هغه وروستاړی دئ چي کله د فعل يا مصدر په اخير کي راسي، نو له فعل څخه اسم جوړوي، مثلا (to demonstrate) ياني (مظاهره کول) مانا لري، خو که په اخير کي يې د (tion) وروستاړی ورزيات کړو، نو اسم ځني جوړېږي، مثلا (demonstration) ځني جوړېږي، ياني (مظاهره). د دې وروستاړي ريښه اصلا لاتيني ده، خو فرانسويانو (شن) په (سيون) اړولی دئ. فرانسويان د (سيون) وروستی (نون) د اردو ژبي په ډول غنه غوندي تلفظ کوي چي موږ په پښتو ژبه کي د غنه نون ګرافیم يا توری نه لرو. په پښتو ژبه کي د مستعار لغتونو په لړ کي د دغه ډول فرانسوي تلفظ بېلګې ډېري دي، لکه (اپوزوسيون، کميسيون، اپراسيون، کولکسيون، فرکسيون) او داسي نور. دا ډول تلفظ او د دې تلفظ په پلوۍ ليکل تر ډېره حده سياسي عوامل لري چي څو عوامل يې په دې ډول دي:

۱:  د محمدزيو د دورې څو مشرانو په فرانسه کي تحصیلات کړي ول چي دوې بېلګې يې بابای ملت او شهيد محمد داود ول، د دې تر څنګ غازي محمد نادرخان هم څه موده په فرانسه کي د افغانستان سفير و، دوی چي له فرانسې څخه افغانستان ته راغلل، د افغانستان ځيني ادارې يې پر فرانسوي ماډل جوړي کړې چي له دې ماډل سره ځيني فرانسوي لغتونه هم افغانستان ته راغلل لکه (لیسه، ژاندارم، کارته، لیسانس، شارژدافېر او داسي نور.

۲:  د غازي امان الله خان د حکومت پر وخت، ياني په ۱۹۲۲ ميلادي کال په کابل کي فرانسويانو د (مدرسه استقلال) په نوم يو ښووونځی جوړ کړ چي يو کال وروسته يې نوم په (ليسه استقلال) واوښت. د دې لیسې درسونه تر ډېره حده په فرانسوي ژبه وه، څوک چي به له دې لیسې څخه فارغ سو، نو د لوړو زده کړو لپاره به معمولا فرانسې ته استول کېده، يا فرانسوې ته اسانه تلای سوای، تر فراغت وروسته چي به افغانستان ته راغی، نو له ځان سره به يې ګڼ شمېر فرانسوي لغتونه راوړل او رسمي ژبي ته به يې ورګډ کړل، په همدې ډول زموږ رسمي يا دفتري ژبي ته ګڼ شمېر فرانسوي لغتونه ورننوتل.

۳:  ايرانيان له پخوا څخه په بهرنيو ژبو کي له فرانسوي ژبي سره ډېر اشنا ول او اوس هم په دې ژبه وياړي. مخکې تر دې چي فرانسويان په ايران کي هم د افغانستان غوندي استقلال غوندي مکتب جوړ کړي او ايرانيان فرانسوي ژبه زده کړي په فارسي ژبه ليکل سوو اثارو کي د فرانسوي لغتونو په پرتله د عربي او ترکي ژبو لغتونه ډېر ول. 

په فارسي ژبه کي د ادبياتو، فلسفې، طب او نورو برخو کي ليکل سوي کتابونه په افغانستان کي ډېر عام سوي دي، خو کله چي په ايران کي کيڼ اړخي جريانونه جوړ سول او بيا په افغانستان کي هم دې ته ورته ډلي جوړي سوې، نو دا کتابونه له ايران څخه افغانستان ته ښه پرېمانه راغلل، په دې اثارو کي نه يوازي دا چي فرانسوي لغتونه ګډ ول، بلکي له فرانسوي ژبي څخه ژباړل سوي اثار هم شامل ول، تر دې وروسته يو شمېر ادبي اثار هم افغانستان ته راوړل سول چي په هغو کتابو کي هم يا خو فرانسوي لغتونه ډېر ګډ ول او يا دا کتابونه له فرانسوي ژبي څخه را ژباړل سوي ول.

د پورته دريو عواملو له مخي د لاتيني ژبي فرانسوۍ بڼه (سيون) هم افغانستان ته راغله چي تر اوسه پوري پاته ده. پخوا زموږ د معلوماتو سرچينه تر ډېره حده فارسي او عربي کتابونه ول، ځکه هغه مهال موږ همدا دوې سرچينې په واک کي درلودې، خو د تېرو څلورو لسيزو جګړو په نتيجه کي افغانانو د نړۍ هر ګوټ ته مهاجروتونه وکړل، هلته يې زده کړي وکړې، په تېره بيا د طالبانو رژيم تر نسکورېدو وروسته ګڼ شمېر محصلین د زده کړي لپاره بهرنيو هيوادونو ته ولاړل او بهرنۍ ژبي يې زده کړې، اوس به د نړۍ داسي مشهوره ژبه نه وي چي د افغانانو، په تېره بيا پښتنو دي نه وي زده، دا چي اوس په افغانستان کي د نادولتي ټولنو او نړيوالو ادارو رسمي ژبه انګرېزي ده، نو په افغانستان کي د فرانسوي لغتونو او فرانسوي تلفظ برخه ورو ورو کمېږي او ځای يې انګرېزي تلفظ نيسي.

ښه نو کومه بڼه ليکل يې غوره کار دئ؟


يو دا چي موږ په پښتو ژبه کي د غنه نون ګرافیم نه لرو چي د فرانسويانو په ډول (سيون) ولیکو، نو په نتیجه کي يې ناسم ليکو، ياني نه فرانسوي، نه لاتين او نه انګرېزي ورژن سو، يوازي ايراني ورژن به وي، خو که انګرېزي ورژن يې غوره کړو، نو دا به ځکه غوره وي چي موږ په پښتو کي د (ن) ګرافيم يا توری لرو.


بل دا چي موږ څه ليکو باید لر او بر پښتون هېر نه کړو، ځکه ژبه په سياسي کرښو نه سره بېلېږي، د ډيورنډ کرښي ها خوا ته چي څه ليکل کېږي موږ يې لولو او دې خوا ته چي څه ليکل کېږي هغوی يې لولي، اوس خو اليکټرونيکي او سوشل ميډيا د دوی تر منځ واټن نور هم راکم کړی دئ. څرنګه چي د هند په لویه وچه کي انګرېزانو ډېر وخت حکومت کړی، نو هلته د (شن) بڼه دود سوې او د ها غاړي لوستي او نالوستي پښتانه پوره ورسره بلد دي، دې غاړي ته بیا خبره ګډه وډه ده، څوک (شن) او څوک (شن) ليکي، مثلا د انتخاباتو (کميسون) ليکي، خو د دې کمیسيون غړی بيا (کميشنر) بولي، حال دا چي د (کميشنر) کلمه له (کميشن) څخه جوړه سوې ده. جراحي عمليات (اپرېشن) بولو، خو په نظامي برخه کي بيا همدا کلمه (اوپراسيون) ليکو.


خو په وروستيو دوو لسيزو کي وضعيت بدلون کړی دئ، اوس پښتانه په تېره بيا ځوانان اکثره (شن) تلفظ کوي او (شن) ليکي، د پخوانيو پښتنو غوندي (اپوزوسيون، کانالزاسيون، ناسيونال، انترناسيونالیزم او اپراسيون) نه تلفظ کوي او نه يې ليکي. بل دا چي ډېری پښتانه د ډېورنډ کرښي ها خوا ته اوسېږي، هغوی ګرسره (سيون) نه وايي، دغه ډول د دې خوا باسواده پښتانه هم په نړيوالو ژبو کي له انګرېزي ژبي سره ډېر بلد دي، نو ښه به دا وي چي د (سيون) پر ځای (شن) وليکو، ځکه چي مطلق اکثريت پښتانه په (شن) پوهېږي.


ښايي د دې قاعدې په منلو سره لومړی ځيني کلمي په معنوي لحاظ له نورو سره د ټکر يا التباس لامل سي، لکه (کمېشن) چي په پښتو ژبه کي بله مانا لري، خو د دې قاعدې په رعايتولو سره لسګونه نور لغتونه سته چي لر او بر پښتانه يو بل ته نژدې کوي او تر منځ يې پوهاوی اسانه کېږي. د لر او بر پښتنو يووالی يوازي سياسي کار نه دئ، که دا پښتانه د يوې کلمې او يوه توري په اندازه سره نژدې کېدای سي، دا هم لوی کار دئ، سياستوال دي خپل کار کوي، خو ليکوال او ژبپوهان دي د لر او بر پښتنو لپاره يوه مشترک ليکدود ته لاره اواره کړي، هر څوک چي يو کار کولای سي او ښه يې کولای سي هغه کار دي وکړي، هغه د خوشال بابا خبره: زه خوشال يم زما دا زده.

7 COMMENTS

  1. منلی نافع صيب. دا چې زما دویمه یا دریمه ژبه الماني ده، نو زه یې هم کله، کله د ،، شن،، یا،، سیون،، په ځاي ،، څیون،، لیکم، چې دا یې د الماني ویېنه ده.

  2. ایرانیان له فرانسوي نه علاوه زیاتې روسې کلمې استعمالوي لکه : اتوبوس ، ماشین ، استکان ، چیمودان ، پالتو.
    البته ستاسو وړاندیز ډېر معقول او په زړه پورې دی . هیله ده چې یوه واحده مرجع لکه د افغانستان دعلومو اکادمي او یا د کابل پوهنتون یا د اطلاعاتو او کلتور وزارت داسې مهم کارونه باید منسجم کړي.

  3. سلامونه،
    ورور تکړه طنز لیکونکی او ادیب عبدالنافع همت صاحب ډیرو ښو ټکو ته دې نغوته کړې ده.
    بلجيم فلامېښ کې بيا -سيون= -ثي (-تې اِي ي ) تلفظ کېږي !!!!: فورماثي ،اُپراثي …
    زما په آند ، که د بهرنیو اصطلاحاتو ته زمونږ ژبپوهان، ژباړنان، ادیبان ، آکاډیمیسینان ، پوهاندان ا.د.ن. پښتو پرتلن کلمات بیامومي د نوي نسل ځوانانو ته به آسانه شي ؛که پښتو کې ېې معادل نه وي یا په ډیره سختۍ ( د زیار بابا ځينې نیولوګیزم!) پنځول کیدلې ، نو بیا زما په فکر عربي معادلات ېې چې ،عربي ډیره فصيحه ژبه ده ، هم پکارول کیدای شي!؟څنګه؟. تشکر.

  4. همت ورور ښه توصیه کړی ده.
    زما په نظر د زړو خاطراتو سره د انډیوالی دوام به هم له خونده خالی نه وی.
    آیا مناسبه نه ده چی په تلفظ کی ( شن ) وکاریږی او په لیکنه کی ( سیون ) ؟
    د ګران استاد ” میږی” د ” څیون ” کارَوَنه د اعتراض وړ نه ده خو ښه به دا وی چی زموږ غیر پښتون وطندار د
    ” څیون ” په لیدلو پر نس لاس و نه نیسی او وارخطا نه سی ، که یو غیر پښتون د پښتو د ټول متن څخه یوازی همهغه ناسیونال یا نِشنل ووینی نو مستقیماً مفهوم تر لاسه کولای سی ( البته نه د ټول متن مفهوم ) خو که ئې سترګی پر ناڅیونال ومښلی نو د نس د درد له امله به دوې خوږی کنځاوی تر خوله را وباسی البته د پښتون جان د یاغیتوب او خښم د ښکاره کېدو احتمال هم د ” څیون ” په لیدو، ډیر ښکاری.
    بله خبره دا چی د تاند د سرپرستی اداری څخه هم ډیره ډیره مننه چی ګرانو لوستونکو ته ئې د کومنټ او تبصری د لیکلو شرائط آسانه کړی دی. مخکی داسی ؤ چی کله چا غوښتی وای په جمله کی د؟ یا ! یا : یا ، نښی ولیکی نو دی نښو به سپین سترګی ته لاس اچاواه او د کیڼ بغل جیب پر ځای ئی مثلاً ښی بغل جیب ته ځغستل.

  5. نافع صاحب ډېره نظر مو ډېر معقول دی. له ډېرو کلونو راهیسې مې په دې موضوع فکر کاوه چې ولې موږ باید په پټو سترګو د ایرانیانو تقلید وکړو.
    یوازې کمیسیون او کمیسیون که په اوسنۍ بڼه پاتې شي ښه ده په دې خاطر چې توپیر به یې کولی شو.
    د پوځي اپوراسیون اطلاح یوازې پوځ ته محدوده ده او له خلکو سره ارتباط نه لري. پوځ یې هم کمه کاروي عموماً عملیات وايي
    احمدزی

  6. سلام
    ژبه ځنګه پرمختګ وکړی او پیاوړې شی چې خپله پښتانه يې پلوری ، تحقیروی او دمیرې برخورد ورسره کوی .قرا دادی شوی او پروزه شوې هره څیره په کې راننوتې ده بی بی سی ستړی مه شی جوړ تازه! شن او سیون او حیون خو لا پريږده ،سوشال میدیاې یی بل لوری ته کشوی املایی غلطی خو هم اندازه لری او دمستعاری نو مو نو نه دیو تیوب دوهم افغانی اتڼ دی په کې چې هرڅوک ورته اوړی.
    د متعلمی په دوره کې عامه کتابخانه زما دوهم کور وه . دمطالعی د تالار امر چې دهرات وه ماسره ملګری وه ډیر شه انسان وه موږبه کله کله به ټيټ غږ ګپ لګاوه یوه ورځ دکابل پوهنتون دحقوقو دپوهنخی یو ایرانی محصل راغی اوله هراتی نه يې دکوم کتاب غوښتنه وکړه هغه دکتاب ادرس ورکړ محصل لاړ یو څوشېبې وروسته بیرته راغی ګفت اغا من کتاب را کاردارم که مال افغانستان باشد هراتی به قار شو نو محصل ته یی مخ راواړاوه ګفت برو اغا ایران هم یک وخت مال افغانستان بود.
    تا سی نور مسولان پرېږدی چې حتی وزیرانو يې په پښتو ژبه خبرې نه شوی کولی اوګوونګ ول . له غنی بابا وپوښتی چې په دومره مرستو او وخت کې يې څو فیصده مالی مرسته کړې اودژبې دپرمختګ لپاره کوم ډول برنامه لری اوایا په بهر کی هم په کوم سفارت/قونسلګرۍ کې فرهنګی،کلتوری اوژبنی مرکز لری بیایې نور و دپلو ماتیکو انډوخرو، مصارفو ، امتیازاتو ، سوء استفادو ته هم وګوری .حتی دملګرو ملتو به ارشیف کې موږ هیڅ نلرو خو دان جی او ماشومه دایمی استازې شته.
    د ژبې ساتل ، پیاوړ تیا ،عزت و اهمیت ، اکاډمیک او علمی اړخ ،دتهذیب او اخلاق دیره اوږدمزل غواړی اسانه کار نه دی د تاند دې کور اباد وی چې د تبصرې له لارې یې موږسره نږدې کړی یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب