جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپوهنې وزارت، د ګرمسېرو ښوونځیو کلنۍ ازموینې وځنډولې

پوهنې وزارت، د ګرمسېرو ښوونځیو کلنۍ ازموینې وځنډولې

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: پوهنې وزارت په ټولو ګرمسېر ولایتونو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې تر امر ثاني پورې وځنډولې.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت تاند ته وايي، چې دا پریکړه د کابینې په غونډه کې شوې او د سردسېرو ولایتونو د ګرمسیرو ولسوالیو ښوونځي هم په دې پریکړه کې شامل دي.

نوموړې وویل، ټاکل شوې وه چې د ګرمسېرو ښوونځیو کلنۍ ازموینې په جوزا کې پیل شي، خو له دې کبله چې له دوه میاشتو راهیسې د کرونا د مخنیوي تدابیرو په اساس ټول ښوونځي تړلي دي، نو ازموینې یې هم وځنډول شوې.

افغانستان کې د کرونا لومړنۍ پېښه د ۱۳۹۸ کال د حوت په پنځمه هرات ولایت کې ثبت شوه خو اوس دا پېښې ۵ زره ۶۳۹ ته رسېدلې دي چې ورسره په هیواد کې د ښارونو، دفترونو او تعلیمي ادارو پرانیستل کېدل په نږدې وخت کې ناممکن ښودل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب