شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: تر څو طالبان زموږ زر تنه بندیان خوشې نه کړي،...

امنیت شورا: تر څو طالبان زموږ زر تنه بندیان خوشې نه کړي، د دوی بندیان هم نه خوشې کوو

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: د افغانستان ملي امنیت شورا خبرداری ورکړی دی چې نور به تر هغو یو طالب زنداني هم خوشې نکړي تر څو طالبانو زر تنه افغان زندانیان ازاد کړي نه وي.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل تاند ته تایید کړه چې د بندیانو خوشې کولو پروسه د حکومت لخوا د طالبانو د ۱۰۰۰ تنه بندیانو له خوشې کولو وروسته درول شوې او اوس دوی په تمه دي چې طالبان د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ور خوشې کړي.

نوموړی وایي، تر څو چې طالبان داکار ونه کړي حکومت مجبور نه دی چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي او بریدونو په دوام نور بندیان هم خوشې کړي: (( افغان دولت د طالب زندانیانو د خوشې کولو په تړاو هیڅ هوکړه او مکلفیت نه لري.))
نوموړي زیاته کړه طالبان په قصدي ډول غواړي چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي.

تر دې وړاندې ملي امنیت شورا ویلي وو چې طالبانو تر اوسه ۱۷۱ بندیان خوشې کړي دي چې ۱۰۵ تنه پکې نظامیان دي، خو طالبانو بیا ویلي، تر اوسه یې ۲۷۶ افغان حکومتي بندیان خوشې کړي دي.

بلخوا افغان حکومت هم په ۱۲ پړاوونو کې تر دې دمه ۱۰۰۰ تنه طالبان دهیواد په ۲۸ ولایتونو کې خوشې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب