مور یې چې د خپل وخت تر اکثرو نجونو ډېر سبق لوستی و، له شاعري او موسیقي سره دلچسپي لرله.
هنري لا په کالج کې و چې شعرونه او مضمونونه یې خپرېدل. دی په کالج کې له زده کړو وروسته اروپا ته لاړ چې اروپايي ژبې زده کړي. هورې یې درې کاله تېر کړل او اسپانیایي، ایټالیایي او فرانسوي ژبې یې زده کړې. هنري چې به د هرې ژبې د زده کړې اراده وکړه، بیا به یې فکر هم په هغه ژبه کاوه او له ځان سره به په هغه ژبه غږېده. دغه عادت د نورو ژبو ښه زده کړه ورته اسانه کړه.
کله چې امریکا ته راستون شو د اروپایي ژبو تدریس ته یې مټې راونغښتې. دی لومړنی امریکایی دی چې د دانتې مشهور شهکار، الهي کمېدي ، یې په انګریزي ژبه وژباړه.
هنري په ۱۸۳۱ کې واده وکړ. د واده په دریېم کال په هاروارډ کې د معاصرو ژبو د استادۍ وړاندیز ورته وشو. هنري د نورو مطالعاتو لپاره اروپا ته لاړ. دا ځل یې د سکنډنیویا د ژبو ادبیات ولوستل او ځینې شعرونه یې ورنه په انګلیسي وژباړل.
هنري تر ۱۸۳۵ پورې چې ښځه یې مړه شوه، خوشحاله ژوند درلود. د میرمنې مړینې خورا ودرداوه خو غم ته تسلیم نه شو. له غم سره د مقابلې په فکر کې شو. اخر یې د مقابلې لاره وموندله. کار یې زیات کړ. هغه به لیکنې او ژباړنې کولې.
هنري په ۱۸۳۶ کې په هارورد پوهنتون کې د استادۍ کار پیل کړ او پوره اتلس کاله یې د دغه مشهور پوهنتون د خورا منلي استاد په حیث کار وکاوه. هنري په ۱۸۴۳ کې دویم واده وکړ. دوهمه ښځه یې په ۱۸۶۱ کې د کور د سوځېدو په پېښه کې مړه شوه. ده د ذهني سکون د موندلو لپاره بیا هم ډېر کار ته پناه یوړه او له غمه یې ځان پټ کړ.
په دې منځ کې یو ځل بیا اروپا ته لاړ. دا خل ویکتوریا ملکې خپل حضور ته ومانه. اکسفورد او کمبریج پوهنتونونو افتخاري شهادتنامې ورکړې.
د هنري شعر ډېر منلی و.ګڼو کسانو خوښاوه. په هر قشر کې یې مینه وال لرل. د ده د لیدلو لېوال کم نه وو. ده د هر چا هرکلی کاوه او له زلمو لیکوالو سره خو یې چې څه په وس کې وو، هغومره مرسته کوله.
هنري د دانته د الهي کمیډي ژباړه په ۱۸۶۴ کې پیل کړه او څو کاله ورباندې بوخت و. ده د ژباړې له پیله وروسته هره چهارشنبه یو شمیر دوستان رابلل چې د ژباړې په اصلاح کې یې نظرونه واوري. هنري په دې ډله د دانته کلوب نوم ایښی و. هنري د ژوند په وروستیو کلونو کې د میکلانژو د شعرونو په ژباړه بوخت و خو دغه کار یې د مرګ په وجه تکمیل نه کړ.
هنري وادزورت لان فلو د ۱۸۸۲ کال د مارچ په ۲۲ نېټه مړ شو. ده تر مړینې ډېر کاله پخوا لا د امریکا د ادبیاتو په تاریخ کې تلپاتې ژوند ګټلی و.
( غشی او سندره) د لان فلو یو شعر دی چې ژباړه یې لاندې لوستلای شئ:
غشی او سندره
ما یو غشی د هوا لور ته خطا کړ
هغه لاړ خو هاله پوه نه شوم چې چیرې دی لوېدلی
ځکه دومره تېز روان و چې الوت یې
زما سترګو او نظر نه شو لیدلی
او بیا ما یوه سندره وویله
هغه هم لاړه هوا ته خو پوه نه شومه چې چېرې؟
ځکه دومره تېز کاته به لا د چا وي
چې الوت سهی کوی شي د سندرې
مګر وروسته ما پیدا کړ هغه غشی
چې دی روغ و خو څیرلی یې و زړه د یوې څېړۍ
او سندره مې هم ټوله سلامته
د یو یار په زړه کې ولیده ژوندۍ
ــــــــــــــــــــــــــــ
دغه شعر که مو ټکي په ټکي یاد هم نه وي بل ته یې کیسه کولای شو. دا هغه ځانګړنه ده چې زموږ اکثره شعرونه یې نه لري. موږ په غشي او سندره کې حرکت وینو. یو څه کېږي ، یو څه روان دي. په اول کې یو حالت وي، په اخر کې بل حالت. د وضعیت بدلون د حرکت نخښه ه او حرکت لکه څنګه چې د ژوند یوه ځانګړنه ده د ښکلا هم ده. لان فلو تر اخره پورې نه راته وایي چې سندرې ویل ښه کار دی او غشي توغول بد کار. د شاعر ټوله هڅه دا ده چې تر وسه وسه په لږو کلمو او خورا واضحو جملو کې یوه واقعه راته انځور کړي. شاعر په واقعه باندې تبصره نه کوي، د قضاوت اختیار موږ ته راسپاري. دغه چلند د شعر تاثیر زیاتوي، ځکه موږ د شعر په بشپړولو کې شریکېږو. بنیادم له هر هغه څه سره خاصه دلچسپي لري چې پخپله پکې شریک وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: پاسنۍ لیکنه او ژباړه د رشاد مجلې د ۱۳۸۲ کال په لومړۍ ګڼه کې خپره شوې وه.