جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهوسله والو فاریاب کې دوه تعویذګر وژلي دي

وسله والو فاریاب کې دوه تعویذګر وژلي دي

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: د فاریاب ولایتي چارواکي وايي، د میمنې ښار په لومړۍ او څلورمه ناحیه کې وسله والو یوه ښځه او یونارینه تعویذګر وژلی دی.

د فاریاب د لومړۍ ناحیې امر محمدظاهر رحماني رسنیوته وایي، نن له غرمې وړاندې د ملا غلام حیدر په نوم یو شیعه تعویذګر په بلوچخانه سیمه کې د خپل کور مخته په ډزو وژل شویدی.

نوموړی وايي، وسله والو دغلا حیدردروازه ټکولې او کله چې هغه ورته راوتلی دی نو وسله والو په ډزو وژلی دی: (( د مقتول زوی دا هر څه لیدلي دي خو هغه ذهني شوک خوړلی دی او کله چې په هوښ راشي پلټنې به ترې وشي.))

خو له دغې پېښې ۱۵ دقیقې وروسته دوه تنه وسله والو د څلورمې ناحیې په عربخانه سیمه کې یوه ښځه تعویذګره هم په کور دننه په ډزو وژلې ده.

د فاریاب د څلورمې حوزې امر فضل احمد خبریالانوته ویلی، چې ۴۰ کلنه بي بي حنیفه په کور کې ځای پرځای په ډزو ساه ورکړې ده.
مسوولین وايي، تراوسه یې د دواړو پېښو په تړاو څوک ندي نیولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب