یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزمسوولیت منل د متفاوته او خوشحاله ژوند لامل او معیار| میلاد باور

مسوولیت منل د متفاوته او خوشحاله ژوند لامل او معیار| میلاد باور

ښایي موږ او تاسې په خپل ژوند کې له داسې حالاتو او شرایطو سره مخ شوي اوسو چې زموږ پکې هیڅ لاس نه وو او د نورو لخوا مونږ ته رامنځ ته شوي دي لکه:
پرته له دې چې وغواړو په یوه کورنۍ کې نړۍ ته راتلل یا ملګري ددې لامل شوي چې موږ په خپل ژوند کې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ شو او وروسته مو پام کیږي چې پر وخت د پیل نه کولو او همدې ستونزو څخه د ژر ځان نه ایستلو په خاطر، د ژوند ښاېسته او ارزښتمندې شېبې او فرصتونه مو له لاسه ورکړي دي.
سمه ده چې موږ د دغو شرایطو او حالاتو د رامنځ ته کیدو لامل نه یوو؛ خو دا چې په همدې شرایطو کې پاتې کیږو او که نه؟دا بیا موږ پورې اړه لري.
ښايي تاسو خپل  ګاوند کې داسې کسان ليدلي وي چې تل شکایت کوي او د خپل تیر ژوند دې کړاوؤنو او ستونزو څخه غږیږي او د خپلې خواشینې کوونکې مخېنې لاملين ځینې کسان په ګوته کوي. خو په خواشینۍ سره باید ووایو دا ډول خلک ددې لپاره چې دې خپلو نظرونو او آندونو تر تاثیر لاندې راغلي او مسؤولیت پذيره خلک ندي؛ تل په همدې وضعیت کې ژوند کوي او په کلونو کلونو پرته له دې چې خپل ژوند څخه خوند واخلي او کومه لاسته راوړنه ولري،ژوند کوي او د تل لپاره همداسې پاتې کیږي.
ولې؟!
تر ټولو  ستر لامل یې چې په ډاګه کوي، دا چې ولې دا ډول خلک خپل تېر ژوند نه هیروي او د قرباني کس په حال کې پاتې کیږي هغه دادئ  چې دا حس او حالت دوی ته څو ګتي لري.
دا ډول خلک ددې ډول حالاتو دې تیرولو څخه د خلکو زړه سوی او مهرباني تر لاسه کوي او خپلې ماتې او تیروتنې د قربانۍ د نقش په لوبولو سره توجیح کولی شي. دا سمه ده چې تاسو د نورو د غلتو پریکړو او شرایطو قرباني شوي یاست؛ خو دا چې تل یو او بل ته د نیوکې ګوته نیسئ هیڅ درد دوا کولی نشي.
خو مسؤولیت او مسؤولیت منل یعنې څه؟!
د خپل ژوند په اړه د ټولو پیښو او مسائلو منل پرته له دې چې نور ملامت او یا مسؤول وګنو.
 اوس به نو تاسو ته یو سوال پیدا شي؛ دا چې آیا زه د هغو پېښو مسؤولیت (پړه )پرځان ومنم چې زه پکې هیڅ لاس نه لرم؟.
نو ستاسو ځواب (نه) دئ!
راځئ فرض کړو تاسو په کابل، کندهار، نیویارک او یا کوم بل ځای کې په خپل چلونکي موټر کې د ترافیکی څراغونو په تمه یاست تر څو شنه شي او حرکت وکړئ او مسیر ته مو دوام ورکړئ؛ همدې وخت کې یو بل موټر راځي او د شا لخوا ستاسو موټر سره ټکر کوي. اوس به  ښايي تاسو ووایاست چې اوس زه مسوول شوم چې زما موتر د شا لخوا ووهل شو، په ډاډ سره نه؛خو کوم عکس العمل او کړنه چې تاسو یې تر سره کوئ پرته له شکه سل په سلو ستاسو مسؤولیت دئ،چې آیا د یو پرمختللي او با شخصیت انسان په څیر انساني او اخلاقي کړنه تر سره کوئ او که نه د هغې برعکس؟!.
دوه وروستۍ پوښتنې:
(ولې) مسؤولیت منونکي اوسو او په (کومو) برخو کې؟
موږ ټول دا هیله لرو چې یو ارزښتمند ژوند ولرو او له ژوند څخه تر ټولو ډېر خوند واخلو. پوهېږئ؟!
پرته له دې چې د خپل ژوند د ټولو چارو او کړنو مسؤولیت پر خپل ځان و نه منو دا چاره او لاسته راوړنه شونې نه ده. موږ ټول د یوې لنډې مودې لپاره دې نړۍ کې ژوند کوو او په همدې کمه موده کې باید د ژوند څخه تر ټولو زیات خوند واخلو او اجازه ورنکړو چې د ژوند تیرې ترخې شېبې او تجربې دې راتلونکي قرباني شي.
که و غواړئ د خپل ژوند د ګرَمو اشخاصو په لټه کې اوسئ؛ نه یوازې چې څه بدلون نه مومۍ،تر څنګ یې خپل عمر، آرامتیا او ارزښتمند وخت مو هم له لاسه ورکوئ.
 نو که قدرمنه خور او ورور مې چې همدا اوس ددې لېکنې په لوستلو بوخت یې یا یي،که غواړئ چې یو ارزښمند او هدفمند ژوند پیل کړئ؛ پرته له دې چې مسؤولیت منونکی شخص ځان څخه جوړ نه کړئ دا چاره شونې نه ده.
 تاسو باید د اخلاقو، کړنو، باورونو او آندونو په برخه کې مسؤولیت منونکي اوسئ. که موږ او تاسې پر دې آند او باور اوسو چې موږ او تاسې ټول یو شخصي یا فردي مسوولیت د خپل ځان او نورو په اړه لرو ډیر کم به رامنځ ته شي چې د خپلو غلتو پریکړو او کړنو په واسطه د نورو د نا آرامتیا، خواشېنۍ او ضرر لامل شو.
 مینه ورکړئ او مسؤولیت منوونکي اوسئ ځکه تاسو ځانګړي یاست!
——————–
د لیکوال په اړه:
میلاد باور د رڼا پوهنتون د رسنیو د برخی مسوول دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب